د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېم اېف پاکستان ته شپږ اربه ډالر پور ورکوي


د پاکستان وزیر اعظم لپاره د خزانې سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ
د پاکستان وزیر اعظم لپاره د خزانې سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ

پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي، د پاکستان اقتصادي حالت سمولو او ملاتړ په موخه ورسره د پور پر یوه درې کلن پلان سلا شوی او په یاده موده کې به ورته شپږ اربه ډالره پور ورکوي.

د مې پر دولسمه ماسخوتن مهال ای اېم اېف په یوه بیان کې ویلي د دې ادارې یو پلاوی د ارنېستو رامیریز ریګو په مشرۍ اسلام آباد ته ورغلی وو او هلته يې د اپرېل له۲۹ مې د مې تر یولسمې له پاکستانیو چارواکو سره د پور پر شرطونو خبرې کړې وې.

ای اېم اېف پر خپله ټویټر پاڼه د رامیریز ریګو له خولې کاږي چې له پاکستانیو چارواکو سره يې تر راتلونکیو ۳۹ (نهه دېرش) میاشتو پورې د شپږ اربه ډالره پور په ورکولو سلا شوی دی.

خو د ای اېم اېف بیان وايي د دې تړون وروستۍ هوکړه او منظوري به د دوی د انتظاميې، د مشرتابه بورډ او دای اېم اېف د نړیوالو ملګریو د مالي ژمنو پر اساس کېږي.

بیان وايي، د دې پور مقصد له پاکستانیو چارواکیو سره د اقتصادي ودې په زیاتولو او په مالي چارو کې د کورني او بهرني نا-انډولتوب (عدم توازن) سمولو او په دغه هېواد کې د کاروباري ماحول ښه کولو په برخه کې کې مرسته کول دي.

د پیسو نړیوال صندوق د بیان ترمخه دا پور د پاکستان له اقتصادي اصلاحاتو سره مشروط دی چې پکې به د راتلونکیو درېوو کلونو په موده کې د اسلام اباد حکومت د ټېکسونو په نظام کې اصلاحات راولي او د حکومتي ګټې سرچینې به پراخوي او ورسره به حکومتي قرضې کموي.

بیان وايي د پاکستان دولتي بانک به د افراط زر په کمولو توجه ورکوي ځکه چې د دې لوجې بې وزله خلک ځپل کېږي او که دا په قابو کې وساتل شي نو د مالي استحکام ضمانت ورکوي.

بل پلو د پاکستان وزیر اعظم لپاره د خزانې سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ د پاکستان سرکاري ټېلیویژن سره په مرکه کې ویلي چې د ای اېم اېف سره د دې لوظنامې روستو به د پاکستان په قرضو ښه اثر پرېوځي او دا شان به د سرمایه کارانو هم په پاکستان اعتماد زیات شي.

​که د پېسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته دا قرضه ورکړه نو دا به څومره د ولس په ګټه وي؟ په دې اړه اسلام آباد کې د اقتصادي چارو تجزیه کار ډاکټر معراج الحق له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دې پورونو لوجې به په دې ملک کې ګراني نوره هم سېوا شي.

​د نوموړي په خبره: ''په دې کې هېڅ شک نه شته چې حفیظ شېخ سمه خبره کړې چې دا وخت پر پاکستان کوم فشار دی په هغه کې به اساني ترلاسه شي نو که تاسو تر دې وړاندې لږ فکر وکړئ نو د ای اېم اېف چې کوم یو شرط وو چې پاکستان به اوو نیم سوه اربه روپۍ ټیکسونه راغونډوي او په خپلو محصولاتو کې به اضافه کوي او دا شان د ګېس او بجلۍ په نرخونو کې اضافه هم د هغوی یو شرط وو نو زه فکر کوم په فوري توګه چې فشار به راټیټ شي خو ګراني وسره ډېره سېوا شي.''

له دې وړاندې پاکستان د چین سعودي عرب او عرب اماراتو نه هم امداد ترلاسه کړی او د حکومت په وینا د دغه امدادونو له کبله د پاکستان اقتصادي حالت تر څه حده ښه شوی دی.

XS
SM
MD
LG