د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوریه کې د کردیو جنګیالیو ضد ترکي عملیات، امریکايي عسکر وځي


د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې له شمالي سیمو چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې له شمالي سیمو چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د سوریې په شمال کې له هغو برخو وتل پیل کړي چې ترکیې پکې د کرد ملېشو پروړاندې پوځي عملیاتو ته تیاری نیولی دی.

له دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي وو چې ددغو عملیاتو له پیلېدو سره کومه ستونزه نه لري او ترکیه به له دې وروسته د اسلامي دولت ډلې یا داعش د نیول شویو غړیو مسولیت ولري.

د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې له شمالي سیمو چې د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دي، وتل پیل کړي دي.

امریکایي ځواکونه چې د سوریې په دې شمالي سیمو کې د وای پي جي په نوم د کرد ملېشو ملاتړ کوي وروسته له هغې له سیمې وځي چې انقرې ګواښ کړی چې ډېر ژر به د دغو ملېشو پرضد پوځي عملیات پیل کړي.

رویترز خبري آژنس د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو په تل ابیض او راس العین کې دوه څارونکې پوستې خالي کړي دي. ویل کیږي زر امریکایي سرتیري په سیمه کې دیره دي.

په بریتانیا کې میشته د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې هم تایید کړې چې امریکایي ځواکونه په دوو ځایونو کې له مهمو اډو وتلي دي.

د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو هم په یوه بیان کې ویلي چې امریکایي ځواکونه د ترکیې پولې ته نژدې له سیمو وتلي دي.

ترکیې له څو میاشتو راهیسې ګواښ کړی و چې له خپلو پولو سره د سوریې په شمالي سیمو کې به پوځي عملیات وکړي ترڅو په دې سیمه کې یوه خوندي ساحه رامنځ ته کړي.

پرون د ترکیې او د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرانو رجب طیب اردوغان او ډونالډ ټرمپ تر ټېلفوني خبرو وروسته، سپینې ماڼۍ وویل چې ترکیه به ډيرژر په سیمه کې هغه پوځي عملیات چې له اوږدې مودې راهیسې یې پلان کړي، پیل کړي.

سپينې ماڼۍ پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې امريکا به د دغو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي او نه به پکې برخه اخلي. سپينې ماڼۍ دغه راز وویل چې امريکايي ځواکونه به له دې وروسته په سيمه کې حضور ونه لري.

سپينې ماڼۍ دغه راز ويلي، له دې وروسته به ترکيه چې د ناتو غړې ده، د داعش د هغو غړیو مسولیت اخلي چې په سیمه کې په تېرو دوو کلونو کې نيول شوي دي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې د داعش ډېر نیول شوي غړي له فرانسې، جرمني او یوشمېر نورو اروپایي هېوادونو سیمې ته تللي او دغه هېوادونه نه غواړي چې هغوی بېرته ومني.

ترکیه د سوریې په شمال کې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو چې د امریکا له ملاتړه برخمن دي، د ځپلو خبره کوي.

ترکیه د وای پي جي په نوم د سوریې کرد ملېشې د کردستان د کارګرانو د ګوند پي کې کې چې ترکیه یې ترهګره ډله ګڼي، یوه څانګه بولي.

دغه کرد ملېشې د ترکیې پولې ته نژدې د فرات سیند پر شمال ختیځو سیمو کنټرول لري.

وروسته له هغې چې سپینې ماڼۍ وویل، په سیمه کې د کرد ملېشو په وړاندې د ترکیې له پوځي عملیاتوسره مخالفت نه کوي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نن دوشنبې وویل چې ترکیه به سوریه له ترهګرو پاکه کړي.

چاوش اوغلو پر ټویتر ولیکل، ترکیې پریکړه کړې چې د خپلې بقا او امنیت د ډاډمنولو لپاره سیمه له ترهګرو تصفیه کړي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کونکي پانوس مومتزیس په ژنیو کې وویل چې د ترکیې د عملیاتو په تړاو ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

ترکیه په دې سیمه کې د خوندي ساحې د ایجادولو هڅه د دې لپاره کوي چې له هغو شاوخوا درې نیم ملیون سوریایي کډوالو چې ورته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړي، ډیری یې بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG