د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: زرګونه کسان معلوماتو ته لاسرسی غواړي


د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۱۳م کال کې حکومتي مالوماتو ته د لاسرسي قانون منظور کړی وو
د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۱۳م کال کې حکومتي مالوماتو ته د لاسرسي قانون منظور کړی وو

پراګ ـ د خيبر پښتونخوا مالوماتو ته د لاسرسي کمېشن وايي، تراوسه پورې له سرکاري محکمو څخه د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره ۱۴زره درخواستونه ورکړل شوي دي.

کمېشنر رياض داودزي د اکتوبر پر شپږمه نېټه مشال راډیو ته وويل، ورکړل شويو درخواستونو کې پر ۹۶ فيصده یې عمل شوی دی.

د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۱۳م کال کې حکومتي مالوماتو ته د لاسرسي قانون منظور کړی وو چې له دې بيا يوه مياشت وروسته پر قانون د عمل کولو د څار لپاره کمېشن جوړ کړل شوی وو.

دا قانون د هېواد هر وګړي ته دا حق ورکوي چې د حکومت او سرکاري ادارو په اړه چې کوم مالومات غواړي د هغو په اړه اړونده ادارې يا محکمې ته درخواست مورکولی شي.

رياض داودزی وايي، په تېرو خواو شا شپږو کالونو کې چې کوم ۱۴زره درخواستونه ورکړل شوي دي په هغو کې سرکاري محکمو اووه زره درخواستونو ته ځواب ويلي او پاتې اوه زره کمېشن ته وروړل شوي وو چې پکې ۵۰۰۰ ته مالومات ورکړل شوي او پر پاتې نورو باندې کار روان دی.

د نوموړي په خبره، زياتره درخواستونه د پرمختيايي کارونو، تعليم او صحت څانګې په اړه دي خو ورسره له پوليسو او ان له های کورټه هم مالومات غوښتل شوي دي.

په ۲۰۱۸م کال کې د مرکز او صوبې تر انتظام لاندې قبايلي سيمې (فاټا اوپاټا) په خېبر پښتونخوا کې ضم شوې وې.

رياض داودزی وايي چې مالوماتو ته د لاسرسي قانون پر ضم شويو سيمو هم لاګو شوی دی او په دې لړ کې د دې سيمو کمېشنرانو او مرستیال کمېشنرانو ته کمېشن رسمي خطونه لېږلي چې په خپلو دفترونو کې دې ولس ته د مالوماتو ورکولو لپاره افسران وګوماري.

د ده په وينا، له قبايلي ضلعو څخه د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره تر لسو زيات درخواستونه ورکړل شوي خو سرکاري محکمو له خوا کمېشن ته په دې اړه بشپړ مالومات نه دي ورکړل شوي.

هغه زياته کړه چې ښايي د روان کال تر ډېسمبره به پوره مالومه شي چې د قبايلي ضلعو څخه څومره درخواستونه جمع شوي دي؟

رياض داودزي زياته کړه، کمېشن پلان لري چې په قبايلي ضلعو کې مالوماتو ته د لاسرسي قانون په اړه په خلکو کې د پوهاوي لپاره په راتلونکې اوونۍ کې کمپاين وچلوي.

نوموړي وويل، د قانون له مخې که يو څوک ليک لوست نشي کولای هغه هم يوې سرکاري محکمې له تللی شي او هلته ناست افسر نه غوښتنه کولای شي چې د هغه لپاره دې درخواست وليکي.

XS
SM
MD
LG