د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مردان په یوه سکول کې برقعې وېشل شوې دي


برقعې یوه پخواني کونسلر ورکړې دي
برقعې یوه پخواني کونسلر ورکړې دي

پراګ ـ د خیبر پښتونخوا په مردان کې د یو سکول نجونو ته ویل شوي چې له دې وروسته به په برقعو یا چادریو کې سکول ته ځي.

د خیبر پښتونخوا د ایلیمینټري او سیکنډري ایجوکیشن (لومړنیو او ثانوي زده کړو) ادارې د سېپټمبر میاشتې پر ۱۶مه یو فرمان جاري کړی وو چې په تعلیمي ادارو کې به ټولې نجونه حجاب اغوندي، خو تر سختو غبرګونونو وروسته حکومت یوه ورځ وروسته د سېپټمبر پر ۱۷مه خپله دغه پرېکړه واپس واخېسته.

د دې باوجود هم د مردان د پلو ډېرۍ په چینه مډل سرکاري سکول کې پر ټولو نجونو د اکتوبر پر ۴مه برقعې وېشل شوي دي.

د دغه مډل سکول پرنسپله سلما ضیا نومېږي. خاوند یې مرتضا خان مشال راډیو ته وویل چې د سکول ماشومانو ته پخواني ضلعي کونسلر مظفر شاه برقعې ورکړې دي:

"مظفر د روان کال په مې میاشت کې د سکول په [بانکي حساب] کې د برقعو لپاره پیسې اچولې وې، تر دې وړاندې یې یونیفارم لپاره هم مرسته کړې وه. اوس چې په اکاونټ کې کومې پیسې پاتې دي نو په هغې به شالونه اخلو."

د پلو ډېرۍ د یونین کونسل پخواني ضلعي کونسلر مظفر شاه مشال راډیو ته وویل، په یاد سکول کې یې ۹۰ نجونو ته برقعې ورکړې دي.

شنونکو د برقعو پر وېش انتقاد کړی دی
شنونکو د برقعو پر وېش انتقاد کړی دی

هغه وویل د کار موده یې دوه میاشتې مخکې پوره شوې خو دا پیسې یې تر هغې وړاندې سکول ته ورکړې وې.

له نوموړي مې وپوښتل، د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې خو نجونه یوازې په یونیفارم کې سکولو نو ته ځي تاسو ولې هلته ورته برقعې ورکړې؟ هغه راته په ځواب کې وویل، یوازې د خپل یونین کونسل مسول دی او دا ورته مناسب ښکاره شو:

"د دې ګټه به دا وي چې نجونه به په پرده کې سکول ته ځي، بل خلکو د دې غوښتنه هم کوله او دا څه نقصان هم نه لري نو ځکه موږ ورسره دغه مرسته وکړه. "

خو د تعلیمي چارو پوهه، لیکواله او د پېښور د پښتو اکادمۍ پخوانۍ مشره سلما شاهین وايي، د مردان خلک روښان فکره دي، پر نجونو تعلیم کول غواړي او په دې پرېکړه به هېڅ کله خوشاله نه وي:

"زه خو ماشومانو ته د برقعو په سرولو سخته مخالفه یم، په دې کې تعلیم نه شي کېدی. دلته څومره ګرمي وي، سخت موسم وي، چې ماشومان څادرونه په سروي، لوپټې لري نو بیا د حجاب یا برقعو څه حاجت دی؟ پخوا خو داسې نه وه، زه خپله د مردان یم، ما شپیته کاله پخوا هلته سکول ویلی، موږ خو به برقعې نه اچولې."

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی د تعلیم سلاکار ضیاالله بنګښ او د اطلاعاتو وزیر رسنیو ته ویلي د خیبر پښتونخوا په سکولونو دا لازمي نه ده ګرځول شوې چې نجونه دې حجاب یا برقع واغوندي خو په ځینو سیمو کې د په سرولو یا نه په سرولو اختیار د هغې سیمې نجونو ته ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG