د لاسرسي ځای

تازه خبر

'میرلي کې دې د دکانونو لوټل او سوځول ودرول شي'


په میرلي کې د ناڅاپه تاوتریخوالي پارېدو ضد ولسي پرلت. ۲۰۱۸، ۱۵م مې

د شمالي وزيرستان د ځوانانو تنظیم له حکومته غوښتي چې په میرلي کې د دوه دوکانونو د لوټلو او سوځلو پلټنه دې وکړي.

پرون په بنو او میرامشا کې د خبري‌ غونډو پر وخت د ټولنې مشر اسد الله شاه وويل چې دوه ورځې مخکې په سیمه کې نېږدې ۱۳ مخپټو کسانو له دوو دوکانونو سامان لوټلی او بیا یې ورته اور لګولی دی. دی وايي، په سیمه کې بیا بیا داسې پېښې کېږي، باید چې مخنیوې یې وشي. د تنظیم غړیو وویل د سیمې کاروباریان تحفظ غواړي.

اسدالله شاه وویل، د شپې په سولو سمبال پټمخي کسان راځي نو چوکیدار یې په تش لاس څنګه مخه ونیسي. د نوموړي په خبره وړاندې یې د وزیرستانیانو کورونه ړنګ کړل او اوس یې کاروبارونه ور خرابوي. دلته هدفي مرګونه روان دي. ولس ته امن نشته. ولې بیا بیا زموږ ولسونه ځورول کېږي. موږ د دغه پېښې د پلټنو غوښتنه کوو.

د ځوانانو تنظیم یوه بل غړي وویل، بدمرغي دا ده چې پوځ یې دلته د امن لپاره ګومارلی دی خو هغوی د سیمې په نورو چارو کې ځان ښکېل کړی دی. دلته یې د میرامشاه او نورو سیمو بازارونه له خاورو سره خاورې کړل. پکار خو دا وه چې حکومت ورته دغه ړنګولي بازارونه بیرته ورته ودان کړي وای خو هغاسې یې ونکړل. خلک اخته دي په خپله خوارۍ او مزدورۍ یو دوکان او کاروبار جوړوي خو پټمخي یې ورړنګوي. دلته د وزیرستان امن خرابوونکيو او ترهګرو زموږ د خلکو پر کاروبارونو حمله روانه کړې ده.

د شمالي وزیرستان انتظامیې یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ریډيو ته ویلي چې د پېښې پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG