د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر پر بيا پیلېدو د پاکستان او طالب استازیو ټينګار


پاکستان او طالبان د سولې خبرو بيا پيلېدل غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

پاکستان او طالبان د سولې خبرو بيا پيلېدل غواړي

پاکستان او افغان طالبانو په يوه خوله د افغانستان سولې بهیر پر بيا پيلېدو ټينګار کړی دی.

دا خبره د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په هغه خبر پاڼه کې کړې چې د دې هېواد بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او طالب استازیو ترمنځ د اکتوبر پر درېمه نېټه تر شوي ملاقات پس يې خپره کړې ده.

ليدنه په اسلام اباد کې د پاکستان خارجه وزارت دفتر کې وشوه چې د پاکستانۍ ډلې مشري شاه محمود قریشي او د طالبانو قطر دفتر پلاوي مشري ملا برادر وکړه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړې چې طالب استازیو د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او د افغانستان سولې بهیر په ګډون یې ورسره پر یو لړ مسایلو خبرې کړي دي.

خبرپاڼه کاږي: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره په خبرو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات یوازنۍ لار د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې اترې دي، همدا لامل و چې له تېر یوه کال راهیسې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو اترو ملاتړ کړی.

قریشي همداشان یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د پاکستان ټولنیز اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده او په خبره یې چې د شخړې سوله ییزې حل لارې په نتیجه کې به په افغانستان کې تشدد کم شي.

له بلې خوا بیا طالب پلاوي په افغانستان کې د سولې په لړ کې د پاکستان ملاتړ ستایلی، دواړو لوریو له امریکا سره د خبرو اترو د لغوه شوې لړۍ د بیرته پیلېدو هیله څرګنده کړې او همداشان یې ټینګار کړی چې د سولې د خبرو اترو د بیا پیلېدو په لړ کې د ښه چاپېریال رامنځته کېدا لپاره باید ټولې خواوې په تشدد کې کمی راولي.

طالب استازي د اکتوبر پر درېمه د شپې شااوخوا دوې بجې اسلام اباد ته رسېدلی ول.

تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزرات د اکتوبر پر دوهمه په یوه خبر پاڼه کې ویلي ول چې طالبان د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته ورځي او په تېر وخت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ او په افغانستان کې د سولې د خبرو بیا بحالیدو ته کتنه کیږي.

طالب ویاند هم ویلي ول چې د ملابرادر په مشرۍ یې پلاوی د پاکستاني حکومت په بلنه اسلام اباد ته ځي.

که زلمی خلیلزاد غواړي نو په پاکستان کې ورسره لیدو ته تیار دي
سهېل شاهین

طالبانو اسلام اباد ته سفر په داسې مهال کړې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اکتوبر پر دوهمه مشال راډیو ته ویلي ول که زلمی خلیلزاد غواړي نو دوی ورسره د پاکستان د سفر پر مهال لیدو ته تیار دي.

همدا راز د امریکا کانګرس یو پلاوی هم په اسلام اباد کې دی او د اکتوبر پر دوهمه یې له پاکستانيو چارواکو سره غږېدلي دي.

د پاکستان حکومت پر رسمي ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې د کانګرس غړي، شان پېټريک او جېم هایمس یې د هېواد بهرنیوچارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان سولې بهیر په اړه ږغېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر ۸مه وروسته له هغه پس له طالبانو سره خبرې وشلولې چې دغې ډلې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ ولسي افغان وګړي ووژل.

XS
SM
MD
LG