د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين کې د کيمونيسټ واک۷۰ کاله پوره شول


په چین کې د کمونیس واک۷۰م کال.

چين په ۱۹۴۹ز کال کې له کورنۍ جګړې راووت او د ماوزي تنګ په مشرۍ د خلکو ريپبلک په نامه ونومول شو.

ماو د هغه کيمونیسټ ګوند له بنسټګرو وو چې تر اوسه حکومت کوي نو ځکه اوسني چين ته په غرب کې کيمونیسټ چين ويل کېږي.

چين هر کال د اکتوبر لومړۍ نېټه د ملي ورځې په توګه لمانځي.

د تېر په شان دا کال هم په دغه ورځ د چين په سرښار بيجينګ کې پوځ بېلابېل پرېډونه وکړل، وسلې وښودلې او ولسمشر پکې تقرير وکړ.

د چين ولسمشر ژي جينپينګ وويل چې د هانګ کانګ او مکاو اوږدمهاله ثبات او پرمختګ لپاره به کار کوي خو يو هېواد او دوو سیسټمونو ته ژمن دی.

په تيانمين چوک کې د ماو زی تنګ قبر سره څنګ په څنګ په دې پوځي پرېډ کې پر نوې ټېکنالوژۍ سمبالو وسلې ښودلو په وخت هغه بېلېسټيک کروز ميزايل هم وښودل شول چې د امريکا هرې برخې ته رسېدلای شي.

په دې موقع د چين ولسمشر ژي جينپينګ د خپل هېواد پر عظمت وغږېد.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلې چې نوموړي وويل داسې هېڅ قوت نشته چې د چين عظيم ملت بنياد وخوځوي.

ورځپاڼې ليکلې چې د دې جشن په وخت په هانګ کانګ کې د چين د مخ په پراخېدونکي زمکې نيونې پر ضد هغو مظاهرو زور اخیستی چې له څه مودې روانې دي.

د چين ولسمشر ژي جينپينګ وويل چې د هانګ کانګ او مکاو اوږدمهاله ثبات او پرمختګ لپاره به کار کوي خو يو هېواد او دوو سیسټمونو ته ژمن دی.

هانګ کانګ او مکاو د چين دوه خودمختاره سيمې دي.

د هغه په وینا هېڅ قوت د چينايانو پرمختګ نه شي درولای.

د چين ولسمشر تر خبرو مخکې او وروسته د دې هېواد پوځيانو د مختلفو رنګونو په جامو کې په منظم ډول مارچ وکړ او الوتکو په هوا کې رنګونه وشيندل.

د چين کمونیست ګوند د مشر او اوسني چين بنسټګر، ماو زي تنګ د لويې مجسمې پر سر د هېواد بېرغ په داسې حال کې رپېده چې په لوړ غږ پوځي موسيقي غږېدله.

واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې ليکلې چې په دې ورځ د ماو زي تنګ د وخت هغه خونړۍ پېښې يادې نه شوې چې له وجې يې چينايان وځورېدل، ووژل شول او وچکالي پرې راغله. په دې کې د کرهڼې لپاره د ماو زي تنګ په ګومان هغه انقلابي هڅې هم شاملې دي چې کروندګر پکې غریب او خواړه پکې کم شول.

د دې هر څه سربيره هڅه شوې چې په چين کې خلک ماو زي تنګ ته د يو لارښود په سترګه احترام ولري.

واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې ليکلې چې په دې ورځ د ماوزي تنګ د وخت هغه خونړۍ پېښې يادې نه شوې چې له وجې يې چينايان وځورېدل، ووژل شول او وچکالي پرې راغله.

که څه هم د چين ولسمشر کوښښ وکړ چې د اکتوبر لومړۍ نېټې په ملي ورځ د انقلابي خبرو په کولو سره ځان د ماو سره نيزدي وښيي، خو د واشنګټن پوسټ په وینا چې د نوموړي مشرولي په هېواد دننه او بهر تر نيوکو لاندې ده.

د هانګ کانګ خلک ډېر جمهوريت غواړي او د ورځپاڼې په خبره د چين کورني اقتصاد رفتار کم شوی دی.

خو ژي جينپينګ کوښښ کړی چې ځان د ماو زي تنګ انقلاب پلوه وښيي او په خلکو کې د ملت پالنې احساس ته په هوا ورکولو سره د ځان قدر زيات کړي.

تبصرې وګورئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG