د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولانا حنیف وژونکي دې ونیول شي: سیاسي ګوندونه


د مولانا حنیف وژونکي دې ونیول شي: سیاسي ګوندونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

د مولانا حنیف وژونکي دې ونیول شي: سیاسي ګوندونه

په بلوچستان کې بېلا بېلو سیاسي ګوندونو رانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د جمعیت علما اسلام د وژل شوي مخکښ مولانا محمد حنیف قاتلان دې ونیسي.

د جمعیت علماء اسلام ف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل پارټۍ او یوشمېر نورو ګوندونو غړیو دا غوښتنه د اتوار په ورځ په چمن ښارګوټي کې د مولانا محمد حنیف تر جنازه وروسته په ویناګانو کې کوله.

د جمیعت علماء اسلام صوبايي امير مولوي واسع د مولانا محمد حنیف جنازې پر مهال په خپله وينا کي پر حکومت سختي نيوکې وکړې چي سياسي مشرانو انو ته په تحفظ ورکولو کي ناکامه شوی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ د مولانا محمد حنیف او نورو پښتنو مشرانو د وژل کېدو پړه پر پاکستاني ریاست واچوله او غوښتنه یې کوله چې ؛د ده په وینا؛ ریاست باید د سختدریځۍ ملاتړې تګلاره پرېږدي.

د بلوچستان حکومت وار له مخه د مولانا محمد حنیف د وژونکو د نیولو امر کړی. د چمن سيمي مرستيال کمشنر ډيوه راډیو ته وويل چې د دغه پېښې پلټنې یې رواني کړي دي ډېر ژر به ککړ کسان ونيسي.

مولانا محمد حنیف له دوو نورو کسانو سره د شنبې/خالي په ورځ (سېپټېمبر پر ۲۸مه) په چمن ښارګوټي کې یوې بمي چاودنې ووژل. په هغه پېښه کې ۱۷ تنه ژوبل شوي ول.

هېچا لا تر اوسه د دې چاودنې زمه واري نه ده منلې.

د مولانا حنیف د وژنې خلاف کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00


د اتوار په ورځ په چمن ښارګوټي کې د جمعیت علماء اسلام ف د وژل شوي مخکښ مولانا محمد حنیف د وژنې خلاف یې د جماعت په ګډون ګڼو سیاسي ګوندونو او سوداګرو ټولنو د اتوار په ورځ د بلوچستان په ډېری ښارونو کې هړتال او احتجاجي مظاهرې اعلان کړي دي. د ایالت ډېری ښارونه او ښارګوټي دوکانونه او تجارتي مرکزونه تړلي ولي.

جمعیت علماء اسلام ف وايي چې د مولانا محمد حنیف وژنه دوی د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي حکومت خلاف له رابلل شوي ازادي مارچ څخه نه شي راګرځولی.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان او د کورنيو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو خفګان ښودلی او پولیسو ته یې امر کړی چې په چاودنه کې لاس لرونکي دې ونیسي.

مولانا محمد حنیف د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مرکزي مرستیال جنرل سېکرېټري، د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د چمن ضلعي امیر وو. د نوموړي دفتر په چمن ښارګوټي کې پر تاج سړک دی.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو پر مشرانو ورته بریدونه ترسره شوي دي.

پخپله د جمیعت علما اسلام ګوند پر مشر مولانا فضل الرحمان هم څو څو وارې ځانمرګي بریدونه ترسره شوي خو نوموړی ترې روغ وتلی دی.

XS
SM
MD
LG