د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: چمن کې د بمي چاودنې پرضد کاربندیز دی


پخوانی عکس
پخوانی عکس

پراګ - د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د جمیعت علما اسلام یو مرکزي مخکښ مولانا محمد حنیف د وژل کېدو پرضد په ټوله صوبه کې کاربندیز دی.

د جمعیت علما اسلام ف ډلې په غوښتنه د کوټې په ګډون د صوبې په زیاتره لویو ښارونو کې کاربندیز دی.

دا له هغه وروسته ده چې د سېپټمبر پر ۲۸مه په چمن کې په یو بمي چاودنه کې د مولانا محمد حنیف په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپي شوي وو.

د قلعه عبدالله د مرستیال کمشنر یاسر اقبال دشتي په وینا چاودنه د مولانا محمد حنیف موټر ته نژدې په درول شوي موټر سایکل کې د اېښودل شوي بم په وسیله شوې ده.

د یاسر اقبال دشتي ویلي چې د چاودنې هدف مولانا محمد حنیف په نښه کول وو.

د دې پېښې پرضد په چمن ، کوټه او ځینې نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم شوې دي او ګډون والو یې پر حکومت تور پورې کړی چې د ولس او سیاسي مشرانو په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان او د کورنيو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو خفګان ښودلی او پولیسو ته یې امر کړی چې په چاودنه کې لاس لرونکي دې ونیسي.

چا تر اوسه د دې چاودنې زمه واري نده منلې.

مولانا حنیف د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مرکزي مرستیال جنرل سکرتر، د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د چمن ضلعي امیر وو. د نوموړي دفتر په چمن کې د افغانستان پولې ته نږدې پر تاج سړک موقعیت لري.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو پر مشرانو ورته بریدونه ترسره شوي دي.

پخپله د جمیعت علما اسلام ګوند پر مشر مولانا فضل رحمان هم څو څو وارې ځانمرګي بریدونه ترسره شوي خو نوموړی ترې بچ وتلی دی.

XS
SM
MD
LG