د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې د ۱۳ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی


مردان کې د پولیسو پخوانی عکس
مردان کې د پولیسو پخوانی عکس

پراګ - د خېبر پښتونخوا مردان ضلعې په لوند خوړ سیمه کې د یو ۱۳ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی. د وژل شوي ماشوم فرحان الله کورنۍ شک کوي چې پر ده جنسي تېری هم شوی دی.

د لوند خوړ تاڼې محرر اقبال خان د سپټمبر پر ۲۹مه مشال رېډیو ته وویل چې د دې ماشوم مړی د سپټمبر پر ۲۸مه وموندل شو او پلار یې له پولیسو سره مقدمه درج کړې ده.

"دا رپورټ د فرحان پلار محب الله کړی چې د جلاله اوسېدونکی دی او پکې یې د هغه د وژنې دعوه په سهېل ولد محمد رفیق کړې ده. سهېل د پرایمري سکول استاد او د ملا داد کلي اوسېدونکی دی. په رپورټ کې محب الله ویلي چې د ملزم سهېل سره په دې کار کې څو تنه نا معلوم کسان هم شامل دي. د فرحان الله په بدن ډېرې نښې نه وې خو په مرۍ یې د زندۍ کېدو نښه ښکاره وه."

د فرحان الله پلار محب الله خبرې نشوې کولای خو د هغه تره نظام الدین مشال راډیو ته وویل چې فرحان الله د سپټمبر پر ۲۶مه ماښام مهال لا درکه شوی وو:

"د ماځیګر د مونځ نه پس د لوبو لپاره له کوره وتلی وو او د یو ملګري سره د دې استاد ځای ته ورغلی وو. چې کور ته ستون نشو نو موږ ورپسې ټوله شپه وګرځېدو، بیا د جمعې په ورځ مو پولیسو سره هم رپورټ ولیکه. پولیس د فرحان د هغه ملګري نه معلومات وکړل. سهېل هغه د فرحان ملګري ته ویلي وو چې ته ځه او زه به دی په موټر سایکل کورته در ورسوم. پولیسو سهېل په هغه وخت ونیوه او بیا د خالي په ورځ موږ په پټو کې د فرحان مړی هم ومونده."

نظام الدین زیاته کړه چې ملزم سهېل له څو میاشتو راهیسې د دوی د کلي په سکول کې استاد ټاکل شوی وو او له دوی سره هیڅ ډول تعلق نه لري.

سهېل د پولیس په حراست کې دی نو ځکه د هغه دریځ معلومولو لپاره ورسره خبرې ونه شوې.

د فرحان الله کورنۍ وايي هغه اول په یو شخصي سکول کې زده کړې کولې خو بیا د مالي مشکلاتو له کبله په سرکاري سکول کې داخل شو.

د دوي په وینا له دې وجې په تعلیم کې څو کاله شاته پاتې شو او دا مهال یې په څلورم جومات کې زده کړې کولې.

بلخوا د لوند خوړ په تاڼه کې د دې کېس د پلټنو افسر فرمان خان مشال رېډیو ته وویل چې ملزم نیول شوی دی او تحقیقات روان دي.

فرمان خان زیاته کړه چې د وژل شوي ماشوم پوسټ مارټم شوی او تمه ده چې د سپټمبر پر ۳۰مه به یې دوی تفصیلي رپورټ ترلاسه کړي چې ورسره به د جنسي تېري کېدو یا نه کېدو تصدیق وشي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG