د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: د ډزو پېښه کې شپږ کسان وژل شوي


هنګو ـ پولیس وايي، د سېپټمبر د ۲۸مې نېټې په ماسپښین په زرګري کې د نامعلومو کسانو پر ډزو شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو مشر احسان الله مشال راډیو ته وویل چې تر برید لاندې راغلي کسان په یوه فلاینګ کوچ موټر کې له هنګو زرګري ته په لاره ول چې په لاره کې ناستو کسانو پرې ډزې وکړې او بیا وتښتېدل.

نوموړی وايي، دا د شخصي دښمنۍ یوه پېښه ده خو په ډزو کې نورو خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. په وژلو شویو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم شامل دي.

په پېښه کې ژوبل شوي تنان د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوي دي. د هنګو روغتون یو ډاکټر ولایت شاه مشال راډیو ته وویل، لومړی زخمیان د هنګو ډسټرکټ روغتون ته رسول شوي وو خو دا چې صحي وضعیت یې ښه نه وو نو هغوی ټول پېښور ته ولېږدول شول.

پولیس وايي، د برید کونکیو د نیولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG