د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون چارواکي د زده کونکیو تر منځ د ډزو پلټنې کوي


پېښور پوهنتون د صوبې تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی چې پکې ۱۵ زره نجونې او هلکان پر لوړو زده کړو بوخت دي. 
پېښور پوهنتون د صوبې تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی چې پکې ۱۵ زره نجونې او هلکان پر لوړو زده کړو بوخت دي. 

پراګ ـ د پېښور پوهنتون چارواکي د زده کونکیو د دوو ډلو ترمنځ د سېيټمبر پر ۲۶مې نېټې د شویو نښتو او ډزو پلټنې کوي. په یاده پېښه کې دوه زده کوونکي ژوبل شوي وو.

د پېښور پوهنتون چارواکي وايي، دا جګړه د پولیټکل ساینس یا د سیاسیاتو څانګه کې شوې وه. دوی دا هم وايي چې د یادې پېښې پلټنې کوي او د ذمه وارو کسانو خلاف به ګامونه پورته کوي.

پېښور پوهنتون د صوبې تر ټولو زوړ او لوی پوهنتون دی چې پکې ۱۵ زره نجونې او هلکان پر لوړو زده کړو بوخت دي.

تر دې وړاندې هم په یاد پوهنتون کې د تشدد یو شمیر پیښې مخې ته راغلې دي. په دې پوهنتون کې د نه زغم او د تشدد د پیښو د زیاتېدو تر شا څه لاملونه دي؟ په دې اړه د پوهنتون د استادانو د اتحادیې پخوانی مشر ډاکټر جمیل چترالی وايي چې له کلونو راهیسې پر ټولنې یوه داسې سخت دریځه بیانیه تپل شوې ده چې اغېز يي اوس د علم مرکزونو ته هم رسېدلی دی.

نوموړی وړاندې وویل چې حکومت د اصلاحاتو په نوم په استادانو پابندی لګولې چې په انتظامي عهدو کار ونکړي چې په نتیجه کې يې د زده کونکیو او استادانو تر مینځ واټن ډیر شوی دی.

چترالی زیاتوي چې پوهنتونونو ته پوره مالي پانګې نه ورکول کېږي او نن سبا خو د سرکاري پوهنتونونو د استادانو تنخواګانې هم زده کوونکي ورکوي نو په داسې حال کې یوه وړه سپرغۍ هم د لوی زیان سبب کېدی شي.

د نوموړي په وینا په پیښور پوهنتون کې د عدم برداشت دا حال دی چې په یو وړوکي سیاسي اختلاف هم خبره جنګ جګړې او ډزو ته رسېږي.

بل خوا هم د پیښور پوهنتون د پاکستان سټدیز سنټر پروفیسر ډاکټر فخرالاسلام وايي چې د عدم برداشت د مخ په زیاتیدونکو پېښو مسوول یوازی استادان نه دي، بلکې د ریاست او ټولنې په کچه هغه څه نه کېږي چې د یوې مهذبې ټولنې بنیاد ږدي.

نوموړي وړاندې وویل چې دا وخت د صوبې په خواو شا دیرشو سرکاري او غیر سرکاري پوهنتونونو کې په لکونو هلکان او جینکۍ زدکړې کوي او د دوی اکثریت خپل تعلیم ته متوجه دي. که په پوهنتونونو کې داسې څه یوه نیمه پېښه وشي نو د هغې په بنیاد دا ویل چې ګینې ټوله صوبه سخت دریځه ده، هم انصاف نه دی.

د پیښور پوهنتون پرووسټ ډاکټر فضل شیر د سېپټمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د پیښې په اړه يي پلټنې پیل کړې دي او د ذمه وارو کسانو پر ضد به ګامونه پورته کوي.

نوموړی زیاتوي چې په پوهنتون کې يي د زده کونکیو د تخلیقي صلاحیتونو او د هغوی تر مینځ د زغم او برداشت د کلتور د ودې لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پیښور پوهنتون په ګډون د صوبې یو شمیر پوهنتونونه د مالي او انتظامي ستونزو ښکار دي.

د پیښور پوهنتون د استادانو د اتحادیې په وینا د پوهنتون ټوله کلیزه بودیجه ۳ اربه او ۷۰ کروړه روپۍ ده خو روان کال ورله د لوړو زده کړو کمېشن یوازی ۸۵ کروړه روپۍ ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG