د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا او ایران دې خپلو تګلارو ته بیا-کتنه وکړي'


په نیویارک کې نړیواله غونډه.
په نیویارک کې نړیواله غونډه.

د برتانیا، فرانس، جرمني او جاپان چارواکي هڅه کوي چې روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال د امریکا او ایران مشران خپلو تګلارو ته د بیا کتنې لپاره وهڅوي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هم ویلي چې امریکا او سعودي عرب دواړو ترې غوښتنه کړي چې د ترینګلتیا ختمولو لپاره له ایران سره د منځګړي په توګه خبرې وکړي.

د امریکا او ایران اړیکې له هغې راهیسې زیاتې خرابې شوي دي چې امریکا تېرکال له اټومي تړونه ووته او پر ایران یې یو وارې بیا بندیزونه عملي کړل چې د تهران تیل او اقتصاد یې په نښه کړي دي.

د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون د سېپټمبر پر۲۴مه ویلي، که د ایران ولسمشر حسن روحاني له ولسمشر ټرمپ سره د ملاقات بغیر له امریکا ستون شو نو دا به له لاسه وتلې موقع وي.

د برتانیا وزیر اعظم چې له روحاني او میکرون سره یې د ملګرو ملتونو په دفتر کې لیدلې وو، ویلي دي چې د ایمانول میکرون خبرې سره متفق دی.

دغسې د جرمني او جاپان مشرانو هم ولسمشر ټرمپ او روحاني سره لیدلې او د دواړو ترمنځ د ملاقات غوښتنه یې کړي ده.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان خبریالانو ته ویلي، د سپټمبر پر۲۳مه یې ولسمشر ټرمپ سره ملاقات کړی وو او له هغې سمدستي وروسته یې ولسمشر روحاني سره خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، د منځګړي په حیث کار کوي او د ترینګلتیا ختمولو هڅه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG