د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د وراثت قانون بدلوي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

پراګ - د خېبر پښتونخوا حکومت به د سپټېمبر پر ۲۳ مه نېټه د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې په وراثت قانون کې د بدلون راوستلو مسوده وړاندې کوي.

د خېبرپښتونخوا د محصولاتو وزير به د اسمبلۍ په غونډه کې د وراثت قانون ترميمي بل ۲۰۱۹ وړاندې کوي.

د مجوزه ترميمي بل له مخې به د وراثت سند ترلاسه کولو ذمه واري د پاکستان د شمارياتو او نومليکنې ادارې نادرا ته وسپارل شي.

په پېښور کې قانون پوه سنګين خان د سېپټمبر پر ۲۲ مه مشال راډیو ته وويل چې د وراثت قانون له مخې د مړه شوي کس کورنۍ د جاييداد د وېش په اړه د سند ترلاسه کولو په لړ کې عدالت ته ځی چې دده په وينا دا يو اوږد عمل دی.

نوموړي زياته کړه، خلک د يوه کس تر مرګ وروسته د جاييدادونو د وېش په تړاو د سرټيفيکېټ ترلاسه کولو لپاره عدالت ته درخواست ورکوي چې دا کار په عمومي توګه دوې درې مياشتې وخت نيسي.

د خېبرپښتونخوا حکومت له خوا د وراثت قانون ترميمي بل په اړه زيات جزیات نه دي په ډاګه شوي البته سنګين خان د وراثت سرټيفيکېټ ورکولو واک نادرا ته د سپارلو وړاندېز غوره بولي البته دده په خبره په دې کې له احتياطه کار اخيستل پکار دی.

نوموړي وايي چې بايد له نادرا سره د هر وګړي د منقوله او غيرمنقوله جاييداد پوره تفصيل وي.

دده په خبره، که چېرته نادرا ددې لپاره اړين مالومات ونلري نو له دې سره به نورې لانجې راپېدا شي او بلاخره به خلک بيا عدالت ته ځي چې ورسره به په عدالت کې مقدمې بېرته زياتې او د خلکو وخت به ابته شي.

XS
SM
MD
LG