د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات ولې نه کېږي؟


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن لوګو
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن لوګو

پراګ - د پاکستان یو شمېر رسنیو د سېپټمبر پر ۲۱مه خبر ورکړی دی چې د خیبرپښتونخوا حکومت د ښاري او کليوالیو سیمو په اړه انتخاباتي کمیشن ته تراوسه خپل معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبرپښتونخوا کې د بلدیاتي حکومتونو د کار موده د ۲۰۱۹م کال د اګست پر ۲۸مه پای ته رسېدلې ده.

په خیبرپښتونخوا کې د سیاسي چارو پوهان وايي، بلدیاتي حکومتونه د جمهوریت بنیاد وي خو د تحریک انصاف په مشرۍ کې د پاکستان اوسنی حکومت ورته پام نه کوي.

د سیاسي او پارلماني چارو پوه افراسیاب خټک د سېپټمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې صوبايي حکومت په واک کې تر راتللو وړاندې د بلدیاتي انتخاباتو کولو لړ کې ډیرې ژمنې کړې وې خو اوس په دې کې سنجیده نه ښکاري.

"بلدیاتي انتخابات د جمهوریت لپاره ضروي ځکه دي چې دا د کلي، یونین کونسل او د سیمي په کچه وي. اوبو، د کوڅو پخولو یا د نورو ځايي مسلو د حل لپاره منتخب کسان کار کوي. خو که بلدیاتي حکومت نه وي نو بیا ټول اختیارات له افسرانو سره وي چې بډې رشوتونه هم اخلي"

افراسیاب خټک وویل چې په پاکستان کې جمهوري حکومتونه په درو سطحو وي یانې وفاقي، صوبايي او مقامي.

"ځايي حکومت د جمهوریت بنیاد دی او که دا نه وي نو لکه داسې ده چې بې بنیاده جمهوریت چې وي. په پاکستان کې د بلدیاتي حکومت جوړولو کې څو ځلې غفلت شوی دی خو موجوده حکومت د دې انتخاباتو لپاره وعدې کړې وې خو داسې ښکاري چې ترې ټولې خبري هېرې شوي دي"

په پېښور پوهنتون کې د سیاسیاتو څانګې استاده نورین نصیر وايي، په پاکستان کې حکومتي استازي د قانون سازی پر ځای د بلدیاتي نمایندګانو د ولسي کارونو په برخه کې اختیارات هم واخلي چې له وجې یې ګڼ مهم ترقیاتي کارونه پاتې شي.

"چیرته چې له لاندې کچې جمهوریت پيدا کېږي، په هغو هېوادونو کې لومړی بلدیاتي نظام جوړېږي. له بده مرغه په پاکستان کې بلدیاتي انتخاباتو او دې نظام ته هیڅ اهمیت نه ورکول کېږي. کوم خلک چې په بلدیاتي انتخاباتو کې منتخب شي، هغوی ته پوره اختیارت او مالي مرستې نه ورکول کېږي. زموږ د صوبايي او قامي اسمبلۍ د ممبرانو کار قانون سازي کول دي خو په پاکستان کې د صوبايي اسمبلۍ تر انتخاباتو وړاندې نمایندګان د نالیو او سړکونو جوړولو ژمنې کوي، خو دا اصلا د هغوی کار نه دی"

د سیاسي چارو یو بل پوه ډاکټر منصور اکبر کنډی بیا وايي، په پاکستان کې د امریت پر وخت کې بلدیاتي ټاکنو ته پام شوی دی خو ولسي حکومتونو ورته څه خاص اهمیت نه دی ورکړی.

نوموړی وايي، د هېواد پیاوړي جمهوریت لپاره بلدیاتي حکومتونه ډېر ارزښت لري.

"په نړی کې چې چېرې جمهوریت پیاوړی دی، په هغې کې مهم کردار د بلدیاتي نظام وو. په ترکیه کې دا مهال تر ټولو زیات واک لرونکی تن رجب طیب اردغان د بلدیاتي انتخاباتو له لارې راغلی دی. بلدیاتي انتخابات په جمهوري حکومت فرض دي ځکه چې د پوځي حکومتونو پر مهال هم بلدیاتو ته زیاته توجو ورکړل شوې ده."

په خیبرپښتونخوا کې د الیکشن کمیشن چارواکو څو ورځې وړاندې مشال راډیو ته ویلي ول چې د دوی لپاره ممکنه نه ده چې د بلدیاتي ادارو مودې تر ختمېدو وروسته د ۱۲۰ ورځو په اییني موده کې ټاکنې ترسره کړي او د نوو ‏انتخاباتو لپاره د بلدیاتي ادارو د نوو حدونو ټاکل به شاوخوا شپږ میاشتي ‏وخت واخلي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ویلي چې د صوبې د ترقیاتي بجټ ۳۰ فیصده برخه بلدیاتي حکومت ته ورکولو ډېرې ښې نتیجې ورکړي دي او هڅه کوي چې زر تر زره یو وارې بیا بلدیاتي انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG