د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ملګرو ملتونو ته د خلیج پارس امنیتي پلان وړاندې کوي


د ایران ولسمشر حسن روحاني ملي ټېلېوېژن ته وینا کوله

پراګ - نړيوال خبري اژانسونه وايي، د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي چې هغه به روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته د خليجي هېوادونو د امنيت يو پلان وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عرب او امريکا تور لګوي چې د سعودي د تېلو پر تاسيساتو د سېپټېمبر ۱۴مې حملو تر شا د ايران لاس وو، چې هغه يې ردوي.

خو په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو د دې حملو ذمه واري منلې.

حوثي ياغيان د يمن په کورنۍ جګړه کې د سعودي په مشرۍ د پوځي اېتلاف پر ضد جنګيږي.

رويټرز اژانس وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې پر ورځ د سعودي د هوايي او د توغنديو دفاعي نظامونه د پياوړي کولو لپاره د امريکايي ځواکونو د لېږلو منظوري ورکړه.

ايسوشييټډ پريس اژانس وايي، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اتوار پر ورځ په خليج فارس کې د بهرنيو ځواکونو د موجوديت خبره وغندله.

نوموړي د ايراني پوځ د يوه پريډ پر مهال په وينا کې وويل چې په خليج کې د بهرنيو ځواکونو موجوديت به د نړۍ د انرژۍ چارې له خطر سره مخامخې کړي.

ولسمشر ورحاني زياته کړه، هېواد يې د سيمې نورو هېوادونو ته د خليج د امنيتي چارو د ګډ نظارت لپاره د دوستۍ او ورورۍ لاس اوږدوي.

په تهران کې دا پوځي پريډ له عراق سره د ايران د اته کاله اوږدې جګړې د ۳۹مې کليزې لمانځلو لپاره جوړ شوی وو.

د اژانس ليکنه کاږي، د ايران د طاقتور انقلاب ساتونکي ځواک مشر حسين سلامي د خالي پر ورځ خبرداری ورکړی وو چې د ايران پر ضد هر يرغلګر به تباه کړي.

ايران په خليج کې د امريکايي او غربي هېوادونو د پوځونو موجوديت خپل امنيت ته يو خطر ګڼي او له يوې مودې راهيسې د هغو د وتلو خبره کوي.

ليکنه زياتوي، له ۲۰۱۵ز کال راهيسې، چې امريکا له ايران سره د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له اټومې لوظنامې وتلې او له هغه هېواد سره يې ترينګلتيا لا سېوا شوې، په خليج کې د يوې نوې لويې جګړې د پيل له امله اندېښنې زياتې شوې دي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG