د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ د سلارزو اسلام ګټ سیمه پرایمري سکول لا نه لري


د باجوړ په اسلام ګټ کې عارضي سکول
د باجوړ په اسلام ګټ کې عارضي سکول

پراګ - د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې باجوړ په سلارزو کې د لرې پرتې سیمې اسلام ګټ ولس وايي دوی پرایمري سکول لا نه لري او په خپله یې یو عارضي سکول جوړ کړی دی چې د سیمې یو استاز په رضاکارانه توګه تر څلورمه پکې ماشومانو ته سبق ورښاي.

دوی وايي چې د اسلام ګټ ابادي څلور سوه کوره ده او د سکول د نېشت والي له کبله یې ماشومان بې زده کړو لویېږي.

د کمال خان په نامه یو ځايي کس مشال راډیو ته وویل چې له حکومته نور هېڅ نه غواړي خو چې بچو ته يې تعلیم ورکړي.

"زموږ حکومت ته خواست دی چې دلته سکول نشته او ماشومان په خلاص میدان کې دي ، په ګرمي کې هم مسله وي او په ژمي کې هم مسله وي. نو زموږ بچي له سکوله محرومه دي او د دې هرڅه زمه وار حکومت دی"

په قومي اسمبلۍ کې د دې سیمې استازی ګل ظفر د حکومتي ګوند تحریک انصاف غړی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل دوی پلان لري او ډیر ژر به دلته سکول جوړ کړي.

"یوازې د خبرو ترحده نه ده ما پر دې عملي کار پیل کړی دی او د ځېنې شته منو خلکو سره مې هم خبرې کړې دي او ما د سکولونو یوه سلسله پیل کړې چې لومړی به ورله شیلټر سکولونه جوړوو او بیا به دا سلسله مخ په وړاندې ځي"

د قبایلي ضلعو د پخوانيو پارلیماني غړیو په وینا په ټولو ضلعو کې ۶۵۰۰ سکولونه دي چې پکې د ناامنۍ له لاسه ۱۱۷۰ سکولونه ړنګ شوي ول او په دې کې تر ۷۰۰ زیات سکولونه بیا جوړ کړل شي دي.

XS
SM
MD
LG