د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټر تاج اپرېدی: د قبایلي ضلعو میډیکل سیټونه به زیاتېږي


پېښور پوهنتون پخوانی عکس

پراګ - د پاکستان په سېنېټ کې د سېفران قایمه کمېټۍ غوښتنه کړې ده چې د پاکستان په تعلیمي ادارو کې دې د قبایلي ضلعو د زده کوونکو لپاره ځانګړي سیټونه زیات کړل شي.

دې کمېټۍ د پاکستان د لوړو زده کړو یا هایر ایجوکېشن کمېشن ته امر کړی دی چې د قبایلي ضلعو د زده کوونکو لپاره د ملک په کالجونو او پوهنتونونو کې ځانګړي سیټونه زیات کړي.

د کمېټۍ مشر سېنېټر تاج محمد اپرېدي د سپټمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه یې غونډه کړې او هیله مند چې دا سیټونه به زیات کړل شي.

سېنیټر تاج محمد اپرېدي وویل چې په ځانګړې توګه په میډیکل کالجونو کې لا هم د قبایلي ضلعو د زده کوونکو لپاره هغه وعده نده پوره شوې کومه چې د انظمام پر مهال شوې وه.

" په ټولو پوهنتونو کې د قبایلي ضلعو لپاره ځانګړي سیټونه پخوا ۱۷۰۰ وو او اوس ۳۴۰۰ دي. نورو څانګو کې دوه چنده شوي خو په میډیکل څانګه کې لا هم دا کار نه دی شوی او راتلونکې جمعه به پرې بیا غونډه کوم چې دا کار یې کړی دی که نه؟"

د تعلیم لپاره د کارکونکې ادارې الف اعلان د خیبر پښتونخوا چارواکي عمر اورکزي مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت ته په کار ده چې قبایلي ضلعو ته پاملرنه زیاته کړي

" که موږ د قبایلي ضلعو د پرمختګ خبره کوو نو حکومت به بیا هلته پر تعلیم زیات خرڅ کوي او هلته به هم تعلیمي ادارې جوړوي او هم به د هغو سیمو زده کوونکو ته وضیفې ورکوي"

د قبایلي ضلعو پر حالاتو نظر لرونکی ډاکټر اشرف علي وايي د یادو سیمو تعلیمي حالت د نور ملک پرتله ډېر شاته پاته دی نو ځکه حکومت ته په کار ده چې عملي ګامونه پورته کړي

" حکومت باید نه یوازې په تعلیمي ادارو کې د دې سیمو ونډه دوه چنده زیاته کړي بلکې په نورو ادارو کې هم ورته زیاته برخه ورکړي چې دا سیمې د صوبې او ملک د نورو برخو برابرې شي"

سنېټر تاج محمد اپرېدي وویل چې که په تعیلمي ادارو کې د قبایلي ضلعو د زده کوونکو لپاره سیټونه دوه چنده نه شو نو بیا به دا مسله وزیراعظم عمران خان ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG