د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسمشر په غوښتنه به پاکستان همکاري وکړي؟


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او پاکستاني وزیر اعظم عمران خان په سعودي عرب کې. ۲۰۱۹، ۳۱مې
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او پاکستاني وزیر اعظم عمران خان په سعودي عرب کې. ۲۰۱۹، ۳۱مې

د پاکستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له وزيراعظم عمران خان څخه غوښتنه کړې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو (سېپټېمبر ۲۸مې) انتخاباتو پر مهال دې د تشدد په کمولو کې مرسته ورسره وکړي.

دا خبره ولسمشر غني نن (د سېپټېمبر پر ۱۹مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلې او زياته کړې يې ده چې عمران خان ورسره د ټليفوني اړيکې نيولو پرمهال تر خپله وسه د امنيت په ساتلو کې د مرستې ژمنه وکړه.

بلخوا تر دې وړاندې پرون (د سېپټېمبر پر ۱۸م) د تورخم دروازې ۲۴ ساعته خلاصې ساتلو د رسمي پرانيستي په مهال عمران خان له خبریالانو سره په خبرو کې ويلي و چې د روانې مياشتې په پای کې به د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته د سفر پر مهال د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه وغواړي چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې باید بیرته پیل کړي. نوموړي ويلي و که چيرې دامریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پرمخ ولاړې نه شي نو دا به امنيت ته ډېر زیان ورسوي.

دا چې پاکستان څومره کولای شي چې په افغانستان کې د امنيت په ټېګېدو کې مرسته وکړي؟ په کابل کې د سياسي چارو پوه محمد يونس فکور وايي پاکستان کولای شي چې په افغانستان کې د تشدد په کمولو کې مرسته وکړي خو د نوموړي په وينا پاکستان خپل سټراټيجيک اهداف لري.

''د طالبانو پټنځايونه، د درملنې مرکزونه، او د وژنو او مرګونو پلانونه ټول په پاکستان کې تنظيمېږي. پاکستان که وغواړي په افغانستان کې د تشدد په کمولو او قطع کولو کې رول لري خو پاکستان له طالبانو څخه په افغانستان کې د خپلو تاکتيکي اهدافو لپاره ګټه پورته کوي.''

د پاکستان حکومتي راډيو ويلي چې عمران خان پرون (د سېپټېمبر پر ۱۸مه) ناوخته له ولسمشر غني سره په ټليفوني اړيکه کې په دا وروستيو کې په کابل کې شوي ترهګر بريدونه وغندل او په دغو کې يې د بېګناه افغانانو پر وژنې تسليت وړاندې کړ. نوموړي له ولسمشر غني سره پر افغان سوله هم خبرې وکړې. دا چې پاکستان په افغان سوله راوستو کې څه رول لوبولی شي؟

په پېښور کې د نړيوالو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان مخکې ويلي ول، دوی ځکه د طالبانو پر ضد جګړه نه کوي چې بيا يې نفوذ ورباندې له منځه ځي خو اوس بايد خپل نفوذ وکاروي.

''پاکستان ته پکار ده چې پر طالبانو خپل اثر و سوخ استعمال کړي او طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کېنوي. پاکستان په تېرو وختونو کې خپله دا ادعا کوله چې موږ دا کولای شو نو اوس يې وخت راغلی چې خپل رول ادا کړي.''

د امريکا او طالبانو تر منځ په قطر کې د افغان سولې په اړه د خبرو اترو نهه پړاوونه وشول او دواړه لوري يوې غېر اعلانيه هوکړې ته هم رسېدلي و خو په کابل کې د بريدونو دوام او هلته د يوه امريکايي سرتيري له وژلو وروسته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر اتمه له طالبانو سره د خبرو درولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG