د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي تېلو پر چڼځیو برید نړیوال بازار ولړزولی


په سعودي کې برید د تېلو نرخونه لوړ وخېژول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

په سعودي کې برید د تېلو نرخونه لوړ وخېژول

په سعودي عرب کې د تېلو پر چڼځیو د سېپټېمبر پر ۱۴ مه د ډرون بریدونو د انرژۍ نړیوالې منډۍ وجړکولې او د امریکا له خوا يې د پوځي اقدام خطرونه راوپارول.

په ګاونډي هیواد یمن کې له دوه زره پنځلسم کال راهیسې د سعودي عرب په مشرۍ له پوځي ایتلاف سره په جګړه بوخت حوثي یاغیانو د بریدونو ذمه واري منلی ده. خو د سعودي عرب مهم ملګري امریکا، ایران تورن کړی او د بدل اخیستو خبرداری يې ورکړی دی. تهران په برید کې ککړتیا رد کړې ده.

یوه پوښتنه دا ده چې دا بریدونه چا وکړل؟

امریکا د سټیلایټ په وسیله اخیستي عکسونه خپاره کړي او داسې استخبارات يې په نښه کړي چې په وینا يې د بریدونو تر شا د ایران موجودګۍ ته اشاره کوي.

سعودي عرب ویلي د بقیق تېلوپر چڼځیو په بریدونو کې کارول شوې وسلې له ایرانه راغلې وې خو زیاته کړې ده پلټنې کوي چې بریدونه له کوم ځایه ترسره شوي؟

ناپیژندل شویو امریکايي چارواکیو ویلي ــ د سېټلایټ عکسونه ښيي چې ډرون الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو له سیمې نه بلکې د ایران یا عراق لخوا راغلي ول.

ایران د لبنان د حزب الله، عراق د شییعه ملېشو او په یمن کې د حوثیانو په ګډون په ټوله سیمه کې خپل لاسپوڅي لري.

خو ایا حوثي یاغیان دومره کره بریدونه ترسره کولئ شي؟

امریکايي چارواکیو د نوم نه ښودو په شرط ویلي، کېدای شي د بریدونو لپاره ډرون او کروز توغندي دواړه کارول شوي وي. هغوی دا مشوره ورکوي چې حوثي یاغیان دومره کره او او د دې کچې بریدونه یوازې په خپلسر نه شي کولی.

د حوثي یاغیانو یو ویاند ویلي، د بریدونو لپاره يې لس ډرون الوتکې کارولې دي. سږ کال یاغیانو په متحده عرب اماراتو او سعودي عرب کې د تېلوپر چڼځیو، هوايي میدانونو او د بجلۍ په مرکزونو د یوشمېر بریدونو ذمه واري منلې ده.

د استخباراتو خپلواکه شنونکي وايي ـ چې حوثي یاغیانو ډرون او میزایل تیکنالوژي له ایرانه اخیستې او د دې روزنه یې هم په ایران کې دننه ترلاسه کړې ده.

ایران به په ولې له دې بریدونو سره د جنګ خطر په -خپلسر اخیستو ته غاړه ایښې وي؟

د راپور تر مخه د ایران ستراتیژي دا ده چې په میاشتو يې د امریکا د مقاومت لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي او که چیرې ایران او یا د ایران په لاسپوڅو کې چا دا بریدونه کړي وي نو له دې ستراتیژۍ سره بالکل سمی خوري. د جون په میاشت کې ایران په هرمز تنګي کې د امریکا د څار یوه ډرون ویشتلې او راغورځولې وه.

د ایران او امریکا ترمینځ ترینګلتیا هغه وخت اوج ته ورسېده کله چې امریکا د ایران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د دوه زره پنځلسم د جوهري لوظنامې نه د وتلو اعلان وکړ او پر ایران يې بندیزونه بیا عملي کړل. اروپايي هېوادونه غواړي چې لوظنامه وژغوري. ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د یوې نوې لوظنامې لپاره خبرو اترو ته اماده دی خو ایران د بندیزونو تر لیرېکولو وړاندې د مذاکراتو تجویزونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG