د وسلهوالو طالبانو له لوري په بغلان ولایت کې د برېښنا پر ستنو د طالبانو له حملو وروسته د افغانستان د یوې لویې برخې کورونه، سوداګري مرکزونه، روغتیايي مرکزونه او صنعتي پارکونه برېښنا نه لري.
نن (سې شنبه) درېمه ده چې په بغلان کې د برېښنا درې ستنې ویجاړې شوې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغو ستنو د ویجاړېدو له کبله چې له ازبکستان او تاجکستان څخه ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا پرې واردېږي، د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد ۱۱ ولایتونو ته برېښنا پرې شوې ده.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، هڅهیې پیل کړې چې دا ستنې بېرته جوړې کړي.
ښاغلی توحیدي زیاتوي: "زموږ هڅې روانې دي، له کابل څخه مو هم تازه یو پلاوی استولی چې ستونزه ژر حل کړي. موږ د ستونزې د حل کولو لپاره له هرې وسیلې کار اخلو."
وسلهوالو طالبانو له ازبکستان څخه د وارداتي برېښناد ستنو د نړولو په اړه څه نهدي ویلي. دې ډلې څو ځلې ویلي چې پر عامالمنفعه تأسیساتو حمله نهکوي، بلکې ساتنهیې کوي، خو په بغلان او کندز کې یې په ځلونو د وارداتي برېښناپر ستنو بریدونه کړي او برېښنایې قطع کړې ده.
پر طالبانو دغهراز د پلونو، پلچکونو، ښوونځیو او پخو سړکونو د ویجاړولو تورونه هم پورې کېږي، خو طالبان دا تورونه ردوي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ګاونډیو ولایتونو څخهیې انجنیران بغلان ته استولي چې د برېښناستنې ودروي او مزي وصل کړي.
ښاغلی توحیدي وايي، سپین ږیري له طالبانو د انجنیرانو د امنیت تضمین غواړي.
دی زیاتوي: "مشران او سپین ږیري طالبانو ته تللي چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره زموږ کارکوونکي پرېږدي، خو دوی تر پرون ناوخته پورې بېرته راونهګرځېدل. زموږ هلې ځلې دوام لري."
له بلېخوا ازبکستان وايي چې افغان چارواکو د برېښناد پرچاوۍ په اړه دې هېواد ته خبر نهدی ورکړی.
د ازبکستان دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ وویل، د دغه هېواد د برېښناملي شبکې چې د انرژۍ په وزارت پورې تړلې اداره ده، له افغانستان څخه د برېښنا پرېکولو په اړه معلومات نهدي ترلاسه کړي.
دا شبکه همداراز وايي چې ممکن له تاجکستان څخه افغانستان ته صادرېدونکې برېښنا پرچاو شوې وي.
خو د افغانستان برېښناشرکت وايي چې د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا لا هم شمالي ولایتونو ته وصل ده.
له افغانستان سره له دې چې د برېښناد تولید کمساري امکانات لري، د خپل مصرف یوازې په سلو کې ۲۵ تولیدوي.
د وارداتي برېښناد پرچاو کېدو له کبله په کابل او نورو ښارونو کې هغوی چې اقتصادي وضعیتیې یو څه ښه دی، له جنرېټرونو کار اخلي چې له کبله یې د ښارونو چاپېریال لا زیات ککړېږي.