اې ایف پي اژانس لیکي، امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او هندي وزیراعظم نرېندر مودي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په هوسټن کې د هندي امریکایانو په جلسه کې ګډون کوي، دا د دې لپاره چې د دواړو مشرانو او هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو څرګندونه وکړي.
منتظمین وایي، په جلسه کې د ګډون لپاره ورسره له پنځوس زرو زیاتو خلکو نومونه لیکلي دي. سپینې ماڼې د اتوار پر ورځ په یوه بیان کې ویلي جلسه کې د امریکا او هند ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا، تجارت او انرژۍ په برخه کې د اړیکو پیاوړي کولو ښه موقع ده.
اژانس لیکي، دواړه مشران بیرته هغې نکتې ته ستنېږي چې په جولای میاشت کې د رامنځته شوې پېښې مخکې وې. په جولای کې ولسمشر ټرمپ له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره د لیدنې پر مهال ویلي ول چې مودي ورته پر کشمیر د منځګړتوب ویلي دي. هند له لسیزو راهیسې په کشمیر کې بهرنی مداخلت ردوي. دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هندي حکومت د کشمیر ځانګړی حثیت ختم کړی او په سیمه کې یې مواصلاتي نظام ځنډولی دی. د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو ادارو د هند په دې ګام نیوکې کړي خو ټرمپ د مودي ملاتړی دی.
په امریکا کې د هند سفیر هارش واردهان شرینګلا اژانس ته ویلي چې ګډه جلسه د دواړو مشرانو د شخصي ملګرتیا او د نړۍ د دوه لویو جمهوریتونو ترمنځ د ګډو اړیکو څرګندونه کوي.
په امریکا کې نزدې څلورم میلینه هندي نژاده وګړي استوګن دي کوم چې ډېر لوستي او خوشاله دي. د امریکا په تېر ځل انتخاباتو د دغې ټولنې نزدې ۸۴ فیصده وګړو د ټرمپ مخالفې امیدوارې هیلري کلنټن ته رایې ورکړې وې.