د لاسرسي ځای

تازه خبر

الف جانه خټکه د کرک احمدي بانډه کې خاورو ته وسپارل شوه


الف جانه خټکه د کرک اوسېدونکې وه
الف جانه خټکه د کرک اوسېدونکې وه

پراګ ـ نومیالۍ لیکواله، شاعره او د خدايي خدمتګار تحريک له خوا د چاپېدونکې پښتون رسالې دایمي قلمي همکاره الف جان خټکه د سېپټمبر پر ۱۵مه په کرک کې د هغې په پلرني کلي احمدي بانډه کې خاورو ته وسپارل شوه.

نوموړې د تېرې شنبې پر ورځ (د سېپټمبر پر ۱۴مه) د ۸۸ کلونو په عمر کې په حق رسېدلې وه.

د الف جانې جنازه:

پښتون شاعر صادق سرګردان د هغې په جنازه کې ګډون کړی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې د هغې په جنازه کې ګڼو خلکو ګډون وکړ چې پکې د زياترو تړاو له ملت پاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ سره وو.

الف جانه څوک وه؟

الف جان خټکه د ۱۹۳۱ کال د سېپټمبر پر ۱۰مه نېټه د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په احمدي بانډه کې زېږېدلې وه.

هغې تر اتم صنفه په کلي کې زده کړې کړې وې او وروسته يې په پښتو او اردو ادبياتو کې پرایوېټ ماسټري وکړه.

د نوموړې پلار د انګريزانو په واکمنۍ کې نوکر وو او وروڼو يې په پنجاب کې کاروبار کاوه.

د الف جانې په اړه د مشال راډیو خپرونه مشالونه

هغې يو ځل د عوامي نېشنل پارټۍ له خوا خپرېدونکې پښتون رسالې ته په مرکه کې ویلي وو، پلار يې د پخوانيو فکرونو سړی وو چې د دې د زده کړو خلاف وو خو د هغې وروڼو په تعليم کې ورسره کومک کړی وو.

د الف جانې د شهرت لامل:

د الف جانې خټکې لوی شهرت د هغې د خدايي خدمتګار تحريک له خوا خپرېدونکې پښتون رساله کې شعرونه او مضمونونه ليکل وو.

د هغې ماماګان د خدايي خدمتګار تحريک غړي وو او په کور کې د هغو مباحثو پر الف جانې خټکې اغېز وکړ چې د انګريزانو پرضد د دې تحريک په مبارزه کې ملګرې شي.

ډاکټر وقار علي شاه له اکسفورډ پوهنتونه پر خدايي خدمتګار تحريک پي اېچ ډي کړې ده.

نوموړي د دې تحريک له خوا چاپېدونکې پښتون رسالې شاوخوا ۲۲۰ ګڼې لوستې او په هغې کې د پښتنو ښځو د چاپ شوو ليکنو پر اساس يې پښتنې ښځې او قامي تحريک په نوم تحقيقي کتاب ليکلی دی.

په دې کتاب کې د الف جان خټکې په اړه هم یوه تفصیلي ليکنه شته.

ډاکټر وقار علي شاه د سېپټمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان تر جوړېدو له مخه په پښتون رسالې کې به الف جان خټکې ډېر په زړه پورې شعرونه او نثرونه ليکل.

د ده په خبره، په پښتون رسالې کې نورو پښتنو ښځو هم ليکل کول خو الف جان خټکه له هغو ځکه مختلفه وه چې د دې پر شعرونو او ليکونو به سياسي رنګ زيات غالبه وو.

الف جانه څنګه له صحنې ووته؟

کله چې په ۱۹۴۷م کال د اګست پر ۱۰مه نېټه د پښتون رسالې وروستۍ ګڼه چاپ شوه او له دې وروسته رساله بنده شوه نو الف جانه خټکه هم له منظره ورکه شوه.

ډاکټر وقار علي شاه وايي چې ان د نېشنل پارټۍ مشرانو ته هم مالومه نه وه چې الف جانه ژوندۍ ده او که نه؟

ډاکټر وقارعلي شاه هغه څنګه بیا موندله؟

خو بيا يوه ورځ په ۱۹۹۴م کال کې ډاکټر وقار علي شاه د تحقيق لپاره وزيرستان ته روان وو چې په لاره کې پر احمدي بانډه د دې لپاره تم شو چې د الف جانې په اړه مالومات ترلاسه کړي.

نوموړی وايي چې هغوی خپله ګاډۍ پر پېټرول پمپ ودروله او کله چې يې پر کاونټر (دخل) ناست سړي څخه پوښتل چې تاسو د دې ځای يئ که له بهره راغلي ياست؟

هغه سړي ځواب ورکړ، چې مساپره خپله خبره کوه.

ډاکټر وقار علي شاه ورته وويل چې تاسو ځوان ياست نو کېدای شي د چا په اړه چې پوښتنه کوم تاسو به هغه ښايي نه پېژنئ البته کېدای شي تاسو له خپل پلار يا نيکه نه یې ذکر اورېدلی وي.

هغه سړي ورته وويل: چې څوک؟

ډاکټر وقار علي شاه ورته وويل، دلته يوه ښځه وه چې الف جان خټکه نومېدله او هغې به په پښتون رساله کې ليکنې کولې.

ډاکټر وقار علي شاه وايي:

"هغه سړي ماته بره وکتل، ویې خاندل او راته یې وويل، دلته څنګ ته مې کښېنه زه د هغې کشر ورور يم."

ډاکټر وقار علي شاه وايي چې د دې خبرې په اورېدو دومره خوشاله شوم لکه چې د اختر ورځ وي.

د الف جانې ورور ډاکټر وقار علي شاه ته زېری ورکړ چې هغه ژوندی ده.

عوامي نېشنل ګوند الف جانه ولمانځله:

له دې وروسته بيا په ۲۰۰۸م کال کې په خېبرپښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند حکومت جوړ شو.

د وزيراعلی حيدر هوتي په مشرۍ حکومت الف جان خټکه ولمانځله او وروسته د هغې په نوم په احمدي بانډه کې سکول هم جوړ کړل شو.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته په ۱۹۵۱ م کال کې الف جان خټکه په سکول کې استاده شوه او په ۱۹۹۱ م کال کې د ګرلز سکول ټیری بانډه څخه د پرنسپلې په توګه رېټايرډ شوه.

XS
SM
MD
LG