د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی: رپورټونه


د امریکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) له ویډیو څخه د حمزه بن لادن دا انځور اخیستل شوی
د امریکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) له ویډیو څخه د حمزه بن لادن دا انځور اخیستل شوی

پراګ - رویټرز خبري اژانس ته یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د القاعدې وسله والې ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی.

دې چارواکي نور معلومات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي، چې حمزه بن لادن چېرې او کله مړ شوی.

د جولای پر ۳۱مه چې له امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپه د نوموړي د مړینې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه یې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

حمزه چې ویل کېږي ۳۰ کلن وو، د خپل پلار اسامه بن لادن پلوی وو.

د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه پر امریکا تر برید مخکې نوموړی په افغانستان او بیا وروسته په پاکستان کې له خپل پلار سره اوسېدلی وو.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ز د مې پر دویمه امریکايي ځانګړو ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد کې وواژه.

ګمان کېږي چې حمزه بن لادن هغه مهال په ایران کې په خپل کور کې نظربند وو.

په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کوره له تر لاسه شویو اسنادو جوتېږي چې حمزه بن لادن له خپل پلار سره یوځای د اوسېدو په لټه کې وو.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼې لیکي چې نوموړی د تېرو دوو کلونو په دوران کې د امریکايي سرتېرو په عملیاتو کې وژل شوی خو رویټرز اژانس ته چا د دې تصدیق نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمزه بن لادن د القاعدې ډلې مهم مشر باله او په فبرورۍ کې یې د هغه په اړه د معلوماتو یا یې درک ښودو پر سر یو میلیون ډالره انعام ایښی وو.

اژانس وايي، حمزه بن لادن د خپل پلار غچ اخیستو په موخه په غربي هېوادونو کې د حملو ګواښ کړی وو او امریکا یې نوم په ۲۰۱۷ز کال کې د نړیوالو ترهګرو په لېسټ کې وراچولی وو.

حمزه بن لادن په بېلا بېلو هېوادونو کې پر مېشتو امریکايي وګړو د حملو ویلي ول او له عرب قبایلو یې غوښتنه کړې وه چې په عربي ټاپووزمه او یمن کې دې له القاعدې سره یوځای شي او د سعودي عرب پر ضد دې ګډ وجنګېږي.

ریاض له یوه شاهي فرمان سره سم، د ۲۰۱۹ز کال په مارچ کې د حمزه بن لادن تابعیت ختم کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG