د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم به د سېپټمبر په ۱۸مه تورخم ته ځي


تورخم
تورخم

پراګ ـ د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وايي، د وزیراعظم عمران خان د ځینو ضروري مصروفیتونو له وجې د سېپټمبر پر ۱۴مه، د تورخم دروازې ۲۴ ساعته رسمي پرانېستې مراسم تر سره نه شول، چې اوس به د سېپټمبر پر ۱۸مه دا دستوره وشي.

که څه هم د تورخم دروازه د تجارتي اموالو او مساپرو د ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره پر ازمېښتي ډول، د سېپټمبر له دوهمې نېټې څخه پرانېستل شوې، خو دا درېم ځل دی چې د وزیراعظم عمران خان لخوا یې رسمي پرانېسته ځنډول کېږي.

وزیراعظم به د سېپټمبر پر ۱۸مه تورخم ته ځي او د دې پروژې پرانیسته به کوي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی


ټاکل شوې وه چې سېپټمبر پر ۱۴مه عمران خان تورخم ته تللی او د یوې لویې غونډې په ترڅ کې یې د یادې پروژې پرانېسته کړې وای خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وايي، د ځینو اړینو مصروفیتونو له وجې داسې ونه شول. هغه وايي:

"وزیراعظم د روانې میاشتې پر ۲۷مه نېټه په امریکا کې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وینا کوي، په ۱۹م تاریخ به هغه سعودي عرب ته ځي. د هغو پروګرامونو د تیاریو له وجې تورخم ته د وزیراعظم سفر وځنډېدو. یوه فیصله دا هم شوې وه چې وزیراعلی او ګورنر به هلته لاړ شي خو عمران خان ویلي چې هغه پخپله د دې افتتاح کول غواړي. نو انشاالله د سېپټمبر پر ۱۸مه به وزیراعظم تورخم ته لاړ شي."

هلته افغانستان هم د سېپټمبر پر۱۴مه، د تورخم د دروازې د ۲۴ ساعته رسمي پرانېستې لپاره چمتو والی نیولی وو.

د شپې په ۱۲و بجو هم چې مسافر زموږ غاړې ته راشي، زموږ مامورین ورته مرستې ته ناست دي.
د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل


د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل مشال راډیو ته وویل د دوی له غاړې تیاریانې شوې وې، ټاکل شوې وه، د افغانستان ټرانسپورټ وزیر، د ننګرهار والي او په کابل کې د پاکستان سفیر هم دې غونډې ته ورغلي وای خو بیا پاکستاني چارواکو دا غونډه وځنډوله.

زیارمل وايي، دوی هم خپلې غاړې ته د شپې د شفټ لپاره مامورین پر کار ګومارلې دي او کار بې له ځنډه پر مخ روان دی.

"دې غاړې ته د کسټم یا ګمرک مامورین د شپې هم کار کوي، موږ کوشش کوو چې هېڅ یوه لارۍ زموږ غاړې ته و نه ځنډېږي، همدا رنګه مسافر که د شپې په ۱۲و بجو هم راشي، مامورین شته چې دخولي او خروجي ټاپې یې پر پاسپورټونو ولګول شي او مخکې سفر پیل کړي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو څو کلونو کې اړېکې ښې نه دي پاتې او په تورخم او چمن کې سوداګر او مسافر له ستونزو شکایتونه کوي، خو اوس چې د پاکستان له لورې دا ګام پورته کېږي، دا به په تجارت او راشه درشه څومره مثبت اغېز پرېباسي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ګډې ټولنې یو غړي زاهد شینواري مشال راډیو ته وویل:

"دا یو ښه قدم دی، له ټولو نه زیاته د خوشالۍ خبره دا ده چې د حکومت لږ تر لږه د افغانستان سره تجارت ته فکر شو. ضروري نه ده چې له دې سره به تجارت یو دم ډېر زیات شي خو په اوږده وخت کې به خامخا د دې فایدې وي."

زاهد شېنواری وايي، د تورخم دروازې د ۲۴ساعته پرانېستې پرمهال به د افغانستان او پاکستان د تجارانو پلاوی هم تورخم ته ځي او په غونډه کې به برخه اخلي.

د تجارتي امورو کارپوهان وايي، کېدی شي د پاکستان وروستي اقدامات د دواړو خواوو ترمنځ مخ په ځوړې سوداګري تر یوه بریده مخ په بره بوتلو کې رول ولوبولی شی.

XS
SM
MD
LG