د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب وايي ، د تېلو پر یو مرکز یې ډرون برید شوی

د سعودي عرب ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر
د سعودي عرب ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر

سعودي عرب وايي بې پایلټه الوتکو يي په یوه مهمه سیمه کې د تیلو را اېستلو یو میدان په نښه کړی دی.

د سعودي عرب د کورنیو چارو وزارت د سپټمبر پر ۱۴مه دا بریدونه په بقیاق سیمه کې د تیلو د پاکولو پر یو مرکز شوي دي.

د دوي په وینا ، دا مرکز نړۍ ته د تیلو د رسد لپاره ډیره وړتیا لري. د برید نه وروستو په دغه ځاي کې د اور لمبې پورته شوې دي.

په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي.

تر اوسه چا د بریدونو ذمه واري نه ده منلې ، خو له دې وړاندی حوثیانو په سعودي عرب ډرون بریدونه ترسره کړي.

د سعودي عرب په مشرۍ یو پوځي ایتلاف له کال دوه زره پنځلسم راهیسې د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي.

XS
SM
MD
LG