د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه کې د ډاکټر نور حنان د راخوشېکولو لپاره لاریون


د سویلي وزیرستان په واڼه کې نن د سېپټېمبر پر ۱۲مه د عوامي نېشنل پارټۍ په بلنه ټولو سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنې په احتجاجي لاریون کې د ډاکټر نور حنان د راخوشېکېدو غوښتنه کوله چې درې ورځې وړاندې د سېشنبې په ورځ ځینو ناڅرګندو کسانو له ټي بي روغتون څخه د وسلې په زور یووړ.

ډاکټر نور حنان له داسې یوه ځایه اغوا کېږي چې په شل میټره کې د پوځیانو د اییرپورټ والا چوکۍ ده. د هغوی ترمخ په سپینه ورځ زموږ یو ډاکټر چې ۱۹ یا ۲۰ ګرېډه افسر دی اغوا کېږي.


د عوامي نېشنل پارټۍ یوه ځايي مشر تاج محمد چې د لاریون په مخکښانو کې وو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: ''له ډېره وخته مو دا ډولونه وهل چې امن راغلی، خوشالۍ راغلې، خو تاسو وکسئ نن یو ډاکټر تښتول کېږي، د هغه نوره عمله په یوه بله کوټه کې تړل کېږي، له هغوی موبایلونه شوکول کېږي او ډاکټر له ځانه سره بیايي. او له داسې یوه ځایه یې له ځانه سره بیايي چې په شل میټره کې د پوځیانو د اییرپورټ والا چوکۍ ده. د هغوی ترمخ په سپینه ورځ زموږ یو ډاکټر چې ۱۹ یا ۲۰ ګرېډه افسر دی اغوا کېږي. نو موږ دا څنګه ووایو چې دلته امن دی. موږ به احتجاجونه کوو. بیا به راوځو. او تر هغو به راوځو چې ډاکټر مو نه وي راخوشې کړی.'

په جنوبي وزیرستان کې د پولیس مشر ډي پي او عتیق الله وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: ''د سیمې ۱۲۰ مشران مو راسره ملګري کړي دي چې د ډاکټر سراغ ولګوو. موږ ورته ویلي دا کسان چې له بهره راغلي دي، دلته یې ډاکټر اوچتولو نو په دې علاقه کې خو به یې ستا په کور او بېټک چای او ګوله ډوډۍ کړې وي. نو زه پرامیده یم چې ډاکټر به بازیاب شي.''

د ډاکټر عبدالحنان د راخوشېکولو لپاره د زیارت په ورځ هم په واڼه کې د صحت محکمې کارمندانو احتجاجي لاریون کړی وو او ټولو سرکاري او ناسرکاري روغتونونو ته یې په احتجاج کې تالې لګولې وې.

ډاکټر نور حنان وزیر د سېپټېمبر پر لسمه نېټه د واڼه له ټي بي هسپتاله هله وتښتولو چې په خپل دفتر کې یې ناروغان کتل.

XS
SM
MD
LG