د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانمرګي برید د افغان ځانګړي ځواک ۴ عسکر وژلي


د افغان ځانګړي ځواک یو عکس له ارشیفه

افغان چارواکي وايي، په کابل ولایت کې د کمانډو قول اردو دروازې مخې ته ځانمرګي برید لږ تر لږه څلور افغان امنیتي سرتېري وژلي دي او درې نور ژوبل دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمد زي مشال رېډيو ته وویل یوه ځانوژونکي بریدګر له باروتو ډک مرسډیز موټر په "ریشخور" سیمه کې د کمانډو قول اردو دروازې مخې ته الوزولی. ریشخور د کابل سوېل ته په چهاراسیاب ولسوالۍ کې پروت دی.

یوه خبریال طلوع نیوز ټیلیويژن ته ویلي چې یوشمېر وسله والو په دغه پوځي مرکز برید کړی او جګړه لا هم روانه ده. خو ښاغلي احمد په چاودنه پسې د نورو وسله والو د حملې خبر رد کړی دی. طالبانو د دې برید ذمه واري منلې ده.

تیره اونۍ امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د اتلس کلنې جګړې ختمولو لپاره مذاکرات له منځه یووړل.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG