د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: که امريکا بيا په نښه شوه د عاملينو پرضد به تاريخي طاقت استعمالوو


ولسمشر ټرمپ (ارشېف انځور)
ولسمشر ټرمپ (ارشېف انځور)

امريکايي ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې که هېواد يې بيا په نښه شو نو د عاملينو پر ضد به داسې طاقت کاروي چې هغو به تردې وړاندې لیدلی نه وي.

د سېپتمبر پر ۱۱مه نېټه په پینټاګون کې د سپتمبر یوولسمې د ترهګرۍ پیښو د ۱۸ م تلين په تړاو دستورې ته په وینا کې ولسمشر ټرمپ وويل چې په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو درېدو وروسته د ده په وينا دښمن داسې په نښه کړی چې پخوا يې هم دومره نه وو ځپلی او دا به دوام لري.

نړوموړي د طالبانو او نه هم د بل چا نوم په ځانګړې توګه نوم واخیست البته خبرداری يې ورکړ،

" که چیری دوی په هره وجه بیا زموږ هېواد ته راغلل نو دوی که بیا هرځای وي ورپسې به ورځو او داسې طاقت به استعمالوو چې تر دې وړاندی امریکا نه دی کارولی او زه خو د جوهري طاقت له سره خبره نه کوم، له دوی سره چې به څه کېږي هغه به يې تر دې له مخه نه وي لیدلی"

امريکايی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او لومړۍ مېرمنه مېلېنا ټرمپ د ۱۱ سېپټمبر ترهګرو حملو د ۱۸م تلين د دستورې پر مهال
امريکايی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او لومړۍ مېرمنه مېلېنا ټرمپ د ۱۱ سېپټمبر ترهګرو حملو د ۱۸م تلين د دستورې پر مهال

د امریکا او طالبانو تر مینځ د افغانستان د سولې په اړه په قطر کې د خبرو اترو نهه پړاوونه شوي دي.

خو د سېپټمبر پر ۱۰ مه ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د طالبانو په برید کې د یو امریکايي سرتېري تر وژنې وروسته د سولې د خبرو درولو اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG