د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د بلدیو کمار پر سیاسي پناه د خیبر پښتونخوا حکومت غبرګون


بلدیو کمار
بلدیو کمار

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د بلديو کمار دا څرګندونې ناسمې دي چې په پاکستان کې اقليتونه له خپلو حقونو بې برخې دي.

دا تر هغه وروسته چې د سوات له بريکوټ سره تعلق لرونکي د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د صوبايې اسمبلۍ پخواني اقليتي غړي بلديو کمار په هند کې د سياسي پنا لپاره خواست کړی.

د ستمبر په ۱۰ مه د هند خبري اژانس اېشين نيوز انټرنېشنل سره په خبرو کې نوموړي تور لګولی چې په پاکستان کې اقليتونه خوندي نه دي. خو د خېبر پښتونخوا د اعلا وزير سلا کار اجمل وزير دغه تورونه ردوي او وايي چې بلديو کمار د صوبايې اسمبلۍ د پخواني غړي سورن سېنګ په وژنه تورن دی او پرضد يې مقدمه روانه وه نو ځکه يې په هند کې د سياسي پنا اخستو درخواست ورکړی: ''په پاکستان کې اقليتونو ته کوم عزت او احترام ترلاسه دی دومره په هندوستان کې هم نشته. دويمه خبره دا ده چې بلديو کمار په قتل کې ککړ او مطلوب دی نو ځکه يې د ځان خلاصولو لپاره په هندوستان کې د سياسي پنا درخواست ورکړی او د پاکستان مخالفه هندوستاني حکومت او رسنۍ يې استعمالوي.''

د سوات بريکوټ تحصيل کونسلر او د بلديو کمار ورو تلک کمار وايي د ورور دغه څرګندونو او کار ډېر خپه کړی.

نوموړي د ستمبر په ۱۱ مه مشال رېډيو ته وويل چې په پاکستان کې اقليتونو ته هېڅ مسله نشته او ډېر په خوشالۍ سره ژوند کوي. تلک کمار وايي ورور يې په هندوستان کې د پاکستان ضد خبرې کړي خو د پاکستان حکومت او ولس له دوی سره ولاړ دی: ''دلته کومه مسلمانه ټولنه ده نو هغه موږ سره ولاړه ده. دوی موږ ته وايي چې تاسو هېڅ غم مه کوئ او تاسو خوندي ياست. له پرونه راهيسې چې کله نه زما ورور دغه کار کړی نو دلته کې هر يو تن موږ ته راځي او دلاسه راکوي او موږ ته تر اوسه هېچا ګوته نه ده نيولې.''

په پاکستان کې د اقليتونو د حقونو لپاره د ((نېنشل لوبېنګ ډېلېګېشن)) په نوم د سازمان غړي هاورن سربديال د ستمبر په ۱۱ مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې په پاکستان کې اقليتونه له مسلو سره مخامخ دي خو په خبره یې چې ډېرې ستونزې يې حل شوي هم دي: ''د خانداني قوانيو مسلې شته. بله دا چې زياتره هندوان، سیکان او عیسايان غريبانان دي او خپلو بچو ته تعليم نشي ورکولی نو ځکه د لږو پېسو کارونه کوي. موږ ته په پاکستان کې مذهبي ازادي شته خو ډېر لږ مذهبي ځايونه لرو او چې کوم پخوا جوړ شوي وو نو له هغو پارکونه او ټولنيز مرکزونه جوړ شوي دي.''

هاورن سربديال وايي دا وخت په پاکستان کې د اقليتي غړو شمېر څه باندې دوه کروړه دی خو په خبره يې چې حکومت دغه شمېر له يو کروړ هم کم ښيې. هارون وايي بلديو کمار چې کومه لار خپله کړې هغه سمه نه ده او په خبره يې چې پاکستان د دوی وطن دی او خپلې مسلې به هم دلته په سوله ييزه او اييني توګه هواروي.

XS
SM
MD
LG