د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د ترهګرۍ پرضد نوی فرمان صادر کړ


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل اوول دفتر کې. ۲۰۱۹، ۸مه جنوري
واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل اوول دفتر کې. ۲۰۱۹، ۸مه جنوري

په امریکا کې د سپتمبر یولسمې د ترهه ګرۍ د پیښو د اتلسمې کلیزې نه یوه ورځ وړاندی ولسمشر ډانلډ ټرمپ/ د ترهه ګرۍ د مخنیوي لپاره یو نوی اجرایوي فرمان (ایګزیکټیو آرډر) خپور کړی دی. تر دې امر لاندی د مشکوکو ترهه ګرو او مرستندیانو پرضد یې د ګامونو پورته کولو لپاره د انتظامیې په واک کې اضافه شوې.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سېپتېمبر پر لسمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو وویل، چې د ولسمشر ټرمپ نوی فرمان به د ترهه ګرۍ پرضد هلې ځلې لا پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې ولسمشر په دې حکم سره د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش په ایګزیکټیو ارډر کې بدلون راوستی او ځینې نورې دفعې يې پکې اضافه کړې دي. د نوي حکم تر مخه د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونه مشکوکه ترهه ګرې ډلې او د هغوی مرستندویان نېغ په نېغه په نښه کولی شي، ان دا که یې ترهه ګر مشران په یوه ځانګړې کړنه او فعل کې لاس هم ونلري.

پامپیو وویل دا حکم هغه کسان او ډلې هم ډېر په موثره توګه په نښه کوي چې د ترهه ګرۍ روزنه اخلي. د دې حکم په رڼا کې به په هغه بهرنیو مالیاتي ادارو بندیزونه لګول کېږي چې د باخبرۍ باوجود له مشکوکو ترهه ګرو سره کاروبار کوي.

د اریک لوربر په نوم د خزانې وزارت یو پخواني سلاکار اې پي خبري اژانس سره په خبرو کې دا حکم ؛ مهم بدلون ؛ بللی دی.

د خزانې وزارت د سپتمبر په لسمه ددې نوي حکم نه کار واخست او له ۲۴ نه په ډېرو غړیو او ډلو يې بندیزونه عملي کړل. په دې کې د ایران د پاسداران انقلاب د بهرنۍ ډلې القدس فورس، حماس، اسلامي دولت او القاعده په ګډون ۱۱ ترهه ګرې ډلې شاملې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په شام کې د القاعده سره تړلی یوه ډله په ځانګړي توګه نومول شویو ترهه ګرو ډلو په فهرست کې شامل کړی او د حزب الله د جهاد کونسل، حماس، د فلسطین د اسلامي جهاد، په مغربي افریقا او فلپاین کې د اسلامي دولت سره د تړلو ډلو او تحریک طالبان پاکستان سره خواوشا دولس مشران يې نړیوال ترهه ګر ګرځولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG