د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان پر حکومت او طالبانو دواړو ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې خپلو کې ژر تر ژره مستقیمې خبرې پیل کړي.
تدامیچي یاماموتو د سېشنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۱۰» په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، د سولې لپاره د تېر یوه کال هڅو د افغانستان د سولهییز راتلونکې په اړه ډېرې هیلهمندۍ رامنځته کړې وې او اوس هم ټولو ته روښانه ده چې د مستقیمو، پراخو او هر اړخیزو بینالافغاني خبرو پرته د افغانستان د کړکېچ هواری ناممکن دی.
یاماموتو وویل، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه یې د افغانانو نظرونه او څرګندونې اورېدلي او په هغو کې یې په یو وخت هیلهمندي او وېره دواړه درک کړي دي.
د مستقیمو، پراخو او هر اړخیزو بینالافغاني خبرو پرته د افغانستان د کړکېچ هواری امکان نهلري.
یاماموتو زیاتوي: "په افغانستان کې د سولې ډ ټینګښت لپاره د هڅو پر اهمیت چې هر څومره ټینګار وکړم کافي نهدی. په مشخصه توګه د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره. په نړۍ کې د سولې د پخوانیو خبرو اترو بېلګې ښيي، کله چې د اساسي خبرو لرلید په حقیقت بدلېږي، ننګونې هم لا سترېږي. وروستي پړاونه چې بینالافغاني خبرو ته لاره پرانیزي نور هم ستونزمنېږي او په ډېر غور چلند غواړي. دا زموږ ټولو همکارۍ ته اړتیا لري."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په وینا د افغان ټولنې او طالبانو ترمنځ په مسکو او دوحه کې وروستیو غیر رسمي خبرو، د ډېرو حساسو او هغو مسئلو په اړه چې د افغانستان سولې ته ډېرې مهمې دي د خبرو کولو یو فرصت رامنځته کړ. نوموړي هیلهمندي وښوده چې که دا تجربه دوام وکړي، دا ډول خبرې به ژورې او پراخې شي او یوې پایلې ته به ورسېږي.
ښاغلي یاماموتو همدارنګه پر دې هم ټینګار وکړ چې د سولې هر ډول خبرې باید تاوتریخوالی راکم کړي او په پای کې یې اوربند وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دې ځانګړي استازي په داسې حال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو ټینګار کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د امریکا خبرې اترې وځنډولې او د دوشنبې په ورځ یې وویل دغه مذاکرات لهمنځه تللي او امریکايي ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستانه ووځي.
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۰۹» په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو ختمول یې خپله پرېکړه وه.
ښاغلی ټرمپ وايي: "تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، خبرې لهمنځه تللي دي. هغوی فکر کوي چې خلک وژني او ځان ته په خبرو کې غوره موقف اخلي. هغوی د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل. دا کار زما سره نهشي کولای، ځکه هغسې چې زه پوهېږم، خبرې لهمنځه تللې دي."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو او بریدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو هم اندېښنه وښوده.
افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره پر روان چمتووالي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې د سپټمبر په ۲۸مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي. د نوموړي په وینا د افغانستان د ټاکنو کمېسیونونو خپل کارونه ترسره کړي او د دې ټاکنو لپارهیې اړین چمتووالی نیولی دی.
یاماموتو وویل د ملګرو ملتونو سلاکاران له خپلو افغان همکارانو سره لاس په لاس کار کوي څو دا ټاکنې، ازادې، رڼې او عادلانه وي. د یاماموتو په وینا څه باندې نههنیم میلیونه افغانانو په ټاکنو کې د رأیو د ورکولو لپاره نومونه لیکلي دي.
نوموړي امنیتي ننګونې او په ټاکنو کې ممکنه بېنظمۍ د اندېښنې وړ مسئلې یادې کړې. د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په وینا د طالبانو ګواښونه او نورې امنیتې ستونزې ښايي د خلکو ګډون ټکنی کړي.
تدامیچي یاماموتو له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې خلک دې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون نه منعه کوي، د انتخاباتو د ګډوډولو له ګواښونو دې لاس واخلي او له حکومت څخهیې وغوښتل چې د خلکو امنیت دې وساتي.
یاماموتو په ټاکنو کې د ممکنه درغلیو او بېنظمیو اندېښنې هم یادې کړې او تر ټاکنو وروستهیې د پایلو په وړاندې د نوماندانو د چلند څرنګوالی هم مهم وباله.
دی وايي: "د نوماندانو، سیاستوالو لپاره تر ټولو سخت څه تر ټاکنو وروسته د ماتې منل دي، خو په ولسواکو پروسو کې دا د دولت جوړوونکو ستره کړنه ده. ټولې تخنیکي او عملیاتي هڅې پر ځای شوې څو ټاکنې باوري وي. زه پر ټولو نوماندانو او ملاتړو یې ټینګار کوم چې د ولسواکې پروسې ملاتړ وکړي څو داسې یوې پایلې ته ورسېږي چې د خلکو او هېواد لپاره د منلو وي."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته دا هم وویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې لټون دوام لري، هغه میلیونونه افغانان باید هېر نهشي چې په ټول افغانستان کې د دې کړکېچ له کبله زیانمن شوي دي.
د نوموړي په وینا د افغانستان له ۴۰۰ ولسوالیو څخه په ۳۳۱ ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو او نورو نادولتي سازمانونو ادارې په ځانګړې توګه د روغتیا او کرنې په برخو کې کار کوي.
یاماموتو ټینګار وکړ چې تر سولې وروسته افغانستان په اړه د غور کولو لپاره هم وختي نهدی. نوموړي وویل نړیوالې ټولنې د نړیوال بانک په مرسته تر سولې وروسته د افغانستان سره د مرستو په اړه کار پیل کړی او د بریتانیا په څېر ځیني هېوادونه په دې کې فعال دي.