د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې امريکا سفارت ته نژدې راکټ لګېدلی


افغانستان: کابل کې د امريکا سفارت ته نژدې له شوې چاودنې لوخړې خېزي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۱م سېپټېمبر
افغانستان: کابل کې د امريکا سفارت ته نژدې له شوې چاودنې لوخړې خېزي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۱م سېپټېمبر

د اسوشییېټید پرېس اژانس د راپور له مخې په کابل کې د امریکا سفارت ته نژدې راکټ لګېدلی دی خو د ځاني زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا په سفارت کې دننه کارکونکیو د لاوډ سپیکر له لارې دا پیغام واورېد چې د سفارت په انګړ کې د یوه راکټ د لګېدو له امله چاودنه شوې ده، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډيو ته وویل چې راکټ د امریکا سفارت ته نژدې د افغانستان دفاع وزارت د پیژنتون ریاست ودانۍ پر دېوال لګېدلی او مرګ ژوبله یې نه ده رامنځ ته کړې.

په کابل کې د امریکا سفارت ته نژدې دغه راکټ داسې مهال لګېږي چې نن پرامریکا د هغه ترهګر برید کلیزه ده چې امريکا یې اړکړل، په افغانستان کې جګړه پیل کړي او هم هغه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه اعلان یوه ورځ وروسته کېږي چې له طالبانو سره یې د سولې خبرې ختمې وبللې.

په عین حال کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کېنيت ميکېنزي چې د سېپټېمبر پر نهمه افغانستان ته تللی و، خبریالانو ته څرګنده کړه چې امريکا به د طالبانو پرضد عملیات پراخ کړي.

په اوس وخت کې شاوخوا ۱۴ زره امریکایي سرتیري په افغانستان کې دېره دي.

XS
SM
MD
LG