د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوس لپاره له طالبانو سره خبرې درېدلي دي: پامپیو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
عصمت څاروان

پراګ ـ د امریکا د بهرنیو چا رو وزیر مایک پامپیو وايي، طالبانو د کابل په ډېپلوماټیکه سیمه کې په موټربمي برید، چې یو امریکايي پوځي هم پکې ووژل شو، له حده واوښتل او دا د دې سبب شو چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کمپ ډیویډ کې د افغانستان د سولې پلان شوې خبرې لغوه کړي.

پامپیو د سېپټمبر پر اتمه فاکس نیوز تلویزیون ته وویل، اوس دا په طالبانو پورې تړلې ده چې خپل چلند بدل کړي. خو ده ونه ویل چې ایا له طالبانو سره به خبرې بیا پیل شي او که نه؟

مخکې پامپیو ته نږدې کسانو ویلي وو چې نوموړی حاضر نه دی له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل:

"هیله لرم چې طالبان به پر هغه څه بیا ودرېږي چې له میاشتو ـ میاشتو راهیسې موږ له دوی سره پرې خبرې کوو."

ده په دې اړه چې امریکا به له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي او که نه، وویل:

"موږ سفیر زلمی خلیلزاد بېرته واشنګټن ته رابللی چې په دې غور پیل کړو چې څرنګه وړاندې ګام واخلو؟ فکر کوم چې ولسمشر به وروستۍ پرېکړه وکړي."

پامپیو زیاته کړه:

"دا به د یو لړ خبرواترو له لارې حل شي. زه هیله لرم چې طالبان به د افغانستان له حکومت سره وویني."

ولسمشر ټرمپ د شنبې په شپه (د سېپټمبر پر اوومه) په خپله ټویټرپاڼه کې ولیکل چې غوښتل یې د سېپټمبر پر اتمه په کیمپ ډیویډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره وویني.

خو د ټرمپ په وینا، وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د پنجشنبې ورځې د برید مسولیت واخیست، له دې ډلې سره‎ یې لیدنه لغوه کړه.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي پرون په یوه خبري غونډه کې د سولې په وروستیو هلوځلو کې د خنډ پړه پر طالبانو واچوله، ویې ویل:

"د افغانستان دولت د تل پاتې سولې غوښتونکی دی. موږ د سولې په تړاو ټولو خبرو ته ژمن یو. په دې لاره کې د مخې ته راغلي خنډ لامل د افغانانو په وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی دی."

طالبانو د سېپټمبر پر اتمه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د خبرو د لغوه کېدو تر ټولو ډېر تاوان به امریکا ته واوړي.

دې ډلې همداراز ویلي چې له امریکایانو سره یې په ښې فضا کې خبرې روانې وي خو د ټرمپ له اعلانه ښکاره شوه چې امریکایان پر جنګ باور لري مګر طالبان خبرو ته ژمن دي.

طالبانو ویلي، د موافقې تر لاسلیک مخکې په یوه برید عکس العمل ښودل نه د حوصلې او نه هم د کومې تجربې ښودنه کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو د کابل د پنجشنبې د ورځې حملې ته په اشارې وايي، دا د سولې د خبرو په موده کې لومړنۍ حمله نه وه.

ده په عین حال کې منلې چې امریکا هم پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړی او یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات طالبان په جګړو کې وژل شوي دي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پر حملې سربېره، د اوونۍ په اوږدو کې د کندز، بغلان او فراه ولایتونو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سېپټمبر پر اتمه د امریکا او طالبانو د خبرو د لغوه کېدو په اړه وویل، امریکا او طالبان موافقې ته نژدې شوي وو.

"موږ حقیقي پرمختګ کړی و خو په پای کې طالبان له حده واوښتل. دوی هېره کړه چې امریکا تل د خپلو ګټو دفاع کوي."

ده زیاته کړه، طالبان د یو شمېر ژمنو، چې کړې یې وې، په عملي کولو کې پاتې راغلل، له همدې کبله ولسمشر ټرمپ وویل چې دا موافقه نه کوي او له هغه چا سره همکاري نه شي کولی چې پر خپلو ژمنو درېدای نه شي.

طالبانو ویلي چې د دوی جګړه به دوام لري او د امریکایانو د سر او مال تاوان به نور هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG