د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. موږ هره اوونۍ د بېلابېلو شخصیتونو سره د هغوی پر فعالیتونو، ژوند او هڅو خبرې کوو.
دا اوونۍ له میرکلام او نصیرالله وزیر سره مو خبرې کړي دي چې په ترتیب سره د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي دي.
موږ له دغو استازو سره د قبایلي ضلعو د خلکو د ستونزو او د هغو ستونزو د هوارۍ لپاره د هغوی د پلانونو په اړه غږېدلي یو.
-
ګل ایاز
ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ.