د لاسرسي ځای

تازه خبر

محرم کې د ټیلیفون بندېدو بهرمېشتي قبایلیان اندېښمن کړي


اسلام اباد ـ له پاکستانه بهر کارکوونکي د قبایلي ضلعو اوسیدونکي وايي د نورو کلونو په شان دا ځل هم د محرم په ورځو کې دوی د ټیلیفون سروېس د بندولو له وجې له ستونزو سره مخ دي، ځکه چې له خپلو کورنیو سره اړیکې نشي نیولی.

د پاکستان حکومت دا ځل هم د قبایلي ضلعو په ځینو حساسو سیمو کې د محرم پر نهمه او ۱۰مه د موبایل او ټیلیفون سروېس د بندولو پرېکړه کړېده چې له وجې یې خلک په شکایت کولو مجبوره شوي دي.

په قبایلي ضلعو کرمه او اورکزو کې اهل تشیع پښتانه مېشت دي او همدغه سیمې حکومت حساسې هم ګڼي.

په دوبۍ کې مېشت معین اورکزي مشال راډیو ته وویل:

"حکومت له پکار دي چې امنیت دې ټینګ کړي، نه دا چې د ټیلیفون سرویس بندوي او خلکو ته مشکلات جوړوي."

ځیني بهرمېشتي پښتانه خو دا هم وايي چې د پاکستان په نورو حساسو برخو کې هم د محرم پر نهمه او ۱۰مه موبایل سرویس بندېږي خو په قبایلي ضلعو کې بیا تر پنځو ورځو پورې خلک له دې سهولته محروم وي.

د کرمې طاوس خان څمکنی په ابوظهبي کې ژوند او کار کوي، هغه مشال راډیو ته وویل:

"که حکومت یواځې د څو ساعتونو لپاره هم ټیلیفون سروېس بندولی نو مشکل به نه وو، دا خو دوی درې څلور ورځې خلک له ستونزو سره مخ کوي. موږ سره ډېر غم وي ځکه چې د خپلو کورنیو سره تماس نه شو نیولی."

بل پلو حکومتي چارواکي وايي، دا ګام یې د خلکو د تحفظ او د امنیت د ټینګولو په موخه پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG