د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانیو امریکايي سفارتکارو له طالبانو سره د سولې تړون خطرناک بللی


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو انځور

د افغانستان لپاره د امریکا درو پخوانیو سفیرانو خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د سولې د تړون مسوده چې له مخې به یې ټول بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، ښایي خطرناکې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي.

راین کراکر چې له دوه ۲۰۱۱مه تر ۲۰۱۲م پورې په کابل کې سفیر و، مشال راډیو ته وویل چې دا ډېره خطرناکه ده او د سولې هوکړه لیک زیانمنوي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی ډیپلومات راین کراکر
په افغانستان کې د امریکا پخوانی ډیپلومات راین کراکر

جیمز ډابینز چې تر کراکر وروسته تر ۲۰۱۴م کاله پورې د افغانستان سفیر وو او بیا له ۲۰۱۳مه تر ۱۴مه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو، وایي چې په مسوده کې د سولې لپاره شرایط نه دي چمتو شوي او بهرني ځواکونه باید په افغانستان کې ترهغو پاتې شي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تړون کېږي.

کراکر، کننګم او ډابینز د هغو نهو امریکایي سفیرانو له ډلې دي چې تیره اوونۍ یې یو ګډ بیان خپور کړ او پکې ویې ویل چې له یوه مخه د پوځیانو وتل باید د نهایي سولې شرط وي، کنه په دغه هېواد کې به کورنۍ جګړه پیل شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سېپټمبر پر دوهمه ازادي راډیو ته ویلي وو چې په اصولو کې موافقه شوې.

ده زیاته کړې وه:

" موږ له طالبانو سره په اصولو کې په څلورو موضوعاتو کې موافقې ته رسېدلي یوو، د ترورېزم مسئله ده چې څرنګه له افغانستانه امریکا او همکارانو ته یې له هغو سیمو خطر نه وي چې د طالبانو په لاس کې دي، دوهم د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمېدل او بالاخره له شرایطو سره د هغوی بشپړ وتل دي، درېیم د بین الافغاني خبرو پيلېدل او څلورم ټولیزه او دایمي اوربند دی."

خلیلزاد هغه مهال دا هم ویلي وو چې د هوکړه لیک مسوده یې له افغان حکومت سره شریکه کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د اوس لپاره نږدې ۲۰ زره بهرني سرتېري په افغانستان کې شته او د راپورونو له مخې، د دغو پوځيانو له ډلې له ۱۳ زرو تر ۱۴ زرو پورې سرتېرې امریکایي دي.

بهرني پوځیان افغان ځواکونه روزي، سلامشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي.

راپورونه څرګندوي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره ۱۸ میاشتې وخت په نظر کې نیول شوی او دا مسله د سولې په مسوده کې راغلې ده.

د کابل حکومت چې لوېدیځ یې ملاتړ کوي، وایي چې د امریکا او طالبانو دا هوکړه لیک دا نه تضمینوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته که طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، څه به ورسره کېږي؟

کراکر چې په ۲۰۰۲م کال کې په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر هم و، ویلي دي چې دا موافقتنامه د امریکا د تسلیمۍ په معنا ده.

په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

نوموړی زیاتوي، د افغان حکومت له حضور پرته یوه معامله چې طالبانو له اوږدې مودې راهیسې ټینګار پرې کاوه، طالبانو ته دا پيغام ورکوي چې په افغانستان کې د امریکا کار پای ته رسېدلی.

بل پخواني امریکایي ډیپلومات کننګهم بیا مشال راډیو ته ویلي دي چې د امریکا او طالبانو هوکړه لیک د سولې پر ځای له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر مسلې راګرځي.

دی زیاتوي چې خورا ناوړه حالت دا دی چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د حکومت ړنګېدل د کورنۍ جګړې پیلامه ده چې دا ډېره بده تراژیدي ده.

د افغانستان د ۹۰مې لسیزې کورنۍ جګړې دې ته لار پرانیسته چې طالبان واکمنان شي.

پخوانی سفیر ډابینز وایي چې نړیوال ځواکونه باید تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقتنامه وشي او بیا پلې شي، ځکه چې ښایي بین الافغاني مذاکرات کلونه کلونه دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی ډیپلومات جیمز ډابینز
په افغانستان کې د امریکا پخوانی ډیپلومات جیمز ډابینز

بل پخوانی ډیپلومات کراکر وایي، د افغانستان لګښت زیات نه دی، د امریکا د متحدو ایالتونو د کلنۍ بودیجې درې فیصده جوړوي او د دې لږو پیسو په بدل کې دا بیمه ترلاسه کوو چې بیا د دوه زره لومړي کال د سپټمبر پېښه تکرار نه شي.

ده د القاعده له لوري پر امریکا ترورېستي بریدونو ته اشاره کوله.

طالبانو د القاعده مشرانو ته د دې بریدونو پرمهال په افغانستان کې پناه ورکړې وه.

کراکر زیاته کړه، د دې پرځای چې موږ یوه جګړه پای ته ورسوو، یوه بله نوې کورنۍ جګړه چې پراخه او خطرناکه ده پيلوو.

طالبانو ویلي دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو پرته د سولې موافقه نه شي کېدلی.

تبصرې وګورئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

ګلالۍ اسماعیل، امريکا ته د رسېدو کيسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:38 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG