د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني د ملي امنیت عمومي رئيس استعفا ومنله


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی عمومي رئیس
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی عمومي رئیس

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه په یوه فوق‌العاده غونډه کې وویل چې د ملي امنیت پخواني عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي استعفای یې منلې ده.

ښاغلي غني په دغې غونډه کې وویل، په دغو عملیاتو کې چې د طالبانو او داعش ډلې پر غړو د برید په نوم شوې، د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

ښاغلي غني په دغې غونډه کې چې وېډیوی یې د ولسمشرۍ په فېس‌بوک پاڼه خپره شوې، د ښاغلي ستانکزي د "مثبتو کارونو" ستاینه وکړه، خو ویې‌ویل چې په دغه مورد کې "مسؤلیت منل" اړین و.

ښاغلي غني زیاته کړې چې دغه پېښه به تر اخره تعقیب کړي او لویې څارنوالۍ ته‌یې دنده سپارلې ترڅو دغه پېښه وڅېړي.

افغان ولسمشر وویل، یوازې دا مورد نه‌دی چې په‌کې ملکي کسان وژل کېږي، بلکې نورې پېښې هم شوي چې مسؤلان نه‌دي توانېدلي مخه‌یې ونیسي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، دولتي ځواکونو تېره شپه په جلال‌اباد ښار کې د عملیاتو پر مهال د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

دغې پېښې د خلکو اعتراض راوپاروه او معترضینو د پنجشنبې د ورځې په سهار د دغو کسانو مړي د ننګرهار د والي د دفتر مخ ته راوړل.

  • محمد معصوم ستانکزی

ښاغلی ستانکزی له ۱۳۹۵ لمریز کال راهیسې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس و.

محمد معصوم ستانکزی په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په مغل‌‌خېلو کلي کې زېږېدلی دی او خپلې لومړنۍ زده‌کړې یې په کابل کې بشپړې کړې دي.

ښاغلي ستانکزي د حربي پوهنتون د مخابراتو په پوهنځي کې د لېسانس تر کچې زده‌‌کړې کړي او له هغې وروسته‌یې د انجنیرۍ په برخه کې د لندن له کیمریج پوهنتون څخه ماستري ترلاسه کړې ده او په پښتو، دري، انګلیسي او روسي ژبو خبرې کولای شي.

هغه له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠٤ کال پورې د مخابراتو د وزير، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د امنيتي سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه دندې ترسره کړې دي.

معصوم ستانکزی، له ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۱۰ کلونو پورې د ملکي کولو او بیارغونې د بهیر (ډایاک) مشر هم پاتې شوی دی.

نوموړی په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د دفاع وزارت څوکۍ لپاره ولسي جرګې ته وپېژندل شو چې د ولسي جرګې له‌خوا یې د تأیید رأیې ترلاسه نه‌کړې.

XS
SM
MD
LG