د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوهم ګندمک تړون لاسلیکولو ته چمتو نه یوو: امرالله صالح


د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال د سولې روانې هڅې دسیسه بولي.

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک ته چمتو شوې، د محمد اشرف غني د انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال یې ګندمک ته ورته یو تړون بولي.

امرالله صالح چې د پنجشنبې په ورځ یې په یوې کمپایني غونډه کې خبرې کولې، وویل چې افغانان د هېواد وېش ته چمتو نه دي.

ده وویل: موږ په وار وار ویلي چې د دوهم ګندمک تړون د لاسلیک کولو لپاره چمتو نه یوو، زما په خبره دا دسیسه ده، دا سوله نه ده، دا د افغانستان وېش دی او موږ نه غواړو چې افغانستان ووېشل شی.

د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح یوې غونډې ته د وینا په حال کې
د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح یوې غونډې ته د وینا په حال کې

ښاغلي صالح زیاته کړه، پاکستان د طالبانو په وسیله هڅه کوي چې د افغان امنیتي او دفاعي بنسټونه له منځه یوسي او د سولې په نوم افغانستان ووېشي چې افغانان یې نه مني.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د دارالامان ماڼۍ د پرانيستې پرمهال وویل چې سوله راتلونکې ده او انتخابات به هم په ټاکلي وخت وشي.

امرالله صالح وايي، د افغانانو یو باصلاحیته ټیم به له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي او بیا وروسته به د سولې په اړه لویه جرګه پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله وايي چې سوله لومړیتوب لري او باید لومړی سوله او بیا انتخابات وشي.

عبدالله عبدالله تر دې مخکې ویلي ول چې سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او انتخابات به د اساسي قانون او د خلکو د غوښتنو په اساس د میزان په میاشت کې ترسره شي.

د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله یوې غونډې ته د وینا په حال کې
د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله یوې غونډې ته د وینا په حال کې

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې روانه اوونۍ په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې پای ته ورسېدې او زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې وروستی شوی متن افغان چارواکو ته ور وښود.

هغه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې په متن کې ۴ موردو ته اشاره وکړه او ویې ویل:

  • لومړی، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو له‌خوا امریکا او متحدینو ته‌يې خطر پېښ نه‌شي او که د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې طالبان د حکومت برخه وګرځي، نو دا سیاست باید د ټول هېواد په کچه تعقیب شي.
  • دوهم، شرایطو ته په پام د امریکايي سرتېرو کمېدل او بالاخره وتل،
  • درېیم، د بین‌الافغاني خبرو پیل.
  • څلورم، بشپړ او دایمي اوربند دی چې په دې مسئلو په پرنیسپ کې توافق شوی دی.
    د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد
    د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد
    ​خو افغان حکومت بیا وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه‌لیک د پایلو په اړه اندېښنه لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د تېرې چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې په ۱۳مه» په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، لکه څنګه چې پخواني امریکايي مقامات او سناتوران له طالبانو سره د هوکړې په اړه اندېښنه لري، افغان حکومت هم په دې اړه اندېښمن دی.

ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې افغان حکومت د دې هوکړې په اړه د زیاتو توضېحاتو غوښتونکی دی ترڅو د ناوړه پایلو مخه ونیول شي.

وړاندې له دې نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو خبرداری ورکړی دی که امریکا د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ تر یوه "ریښتوني"جوړجاړي مخکې له افغانستانه خپل سرتېري واېستل نو دا هېواد به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" ته ولوېږي.

په دغو ډیپلوماتانو کې چې پنځه تنه په کابل کې د امریکا سفیران پاتې شوي، دغو پخوانیو امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې چې د اتلانتیک شورا په نوم څېړنیز مرکز خپور کړی ویلي، له افغانستانه "په زیات شمېر د سرتېرو ایستل باید له نهايي سولې سره مشروط وي او باید د سولې په یو رښتینې هوکړې پسې وي نه تر هغې مخکې."

XS
SM
MD
LG