د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ګمرک اووه کارکوونکي د رشوت اخيستنې په تور نیول شوي


په خوست کې نیول شوي ۲۰ لوی بارداره موټر.
په خوست کې نیول شوي ۲۰ لوی بارداره موټر.

د افغانستان په خوست ولایت کې چارواکي وايي د ګمرک يا کسټم اووه کارکوونکي يې د رشوت اخیستنې په تور نيولي دي.

د ملي امنيت يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن [د جنورۍ پر اتمه] مشال راډيو ته وويل چې له دغو کسانو نورې پلټنې روانې دي او مقدمه به پرې چلېږي.

دې چارواکي همداراز وويل چې په ځانګړې کاروايې کې يې هغه ۲۰ ټرکونه د سامانونو سره نيولي چې له ټېکس څخه د بچ کېدو لپاره په غېرقانوني لارو ښار ته ننوتل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG