د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه عملیات: شپږ مشکوک وسله وال وژل شوي


په کوټه کې شپږ مشکوکه وسله وال وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00

کوټه: د پولیسو په عملیاتو کې مړه او ژوبل کسان د ښار لوی روغتون ته وړل شوي. ۲۰۱۹ کال، ۴م سېپټېمبر

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د امنیتي عسکرو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون څلور مشکوک وسله وال وژل شوي او دوو یې خپلځانونه په باروتو الوزلي دي.

په دغو عملیاتو کې د وسله والو له ډزو یو پولیس والا وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د کوټې پر شرقي بای پاس د څاریو و یوه ګنج ته نزدې په لېبر کالونۍ کېنن د سېپټمبر پر درېمه سهار وختي هله رامنځ ته شوه چې پولیسو او د تره ګري ضد ادارې عسکرو د خپلو استخباراتي اطلاعاتو پر بنسټ یو کور محاصره کړ چې وسله وال پکې دېره ول.

د کوټې پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه و مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو پر پولیسو لاسي بم غورځولی چې پکې پنځه پولیس وال ژوبل شول او له دې پس دوو وسله والو خپلځانونه په باروتو والوزول او د پولیسو په ډزو کې بیا د یوې ښځې په ګډون څلور وسله وال ووژل شول. نوموړی زیاتوي چې د وسله والو په ډزو کې یو پولیسو هم وژل شوی دی.

چیمه دا هم وویل چې د وسله والو له کوره په لویه کچه درنه وسله او د ځانمرګيو بریدونو جېکټونه هم په لاس ورغلي.

بلخوا د دې پېښې له اطلا ع سره سم د کوټې په ولسي روغتون (سول هسپتال) کې بېړنی حالت لګول شوی دی. د یاد روغتون یوه مشر ډاکټر سیلم ابړو مشال راډيو ته وویل، د ژوبل پولیسو درملنه کوي او حالت یې له خطرې وتلی دی.

د یادولو ده چې د محرم په میاشت کې صوبايي حکومت په کوټه ښار کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي. د ډي ای جي کوټې عبدالرزاق چیمه په وینا چې دغه کسانود محرم پر اوومه او یا هم لسمه په کوټه کې دتره ګرۍ سازش لرلو خو پولیسو او د تره ګري ضد ادارې سي ټي ډي ناکامه کړ. تر دې ګړۍ هېڅ یوې ډلې د دغه پېښې زمه داري پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG