د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت تعلیمي نصاب کې د چاپېریال ساتنې مضمون شاملوي


پوهان وايي د پاکستان د خاورې پر یوازې دوه فیصده برخې ځنګلونه پاتې دي

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د چاپېریال ساتنې او ځنګلونو پراخولو په موخه په تعلیمي نصاب کې موضوعات شاملوي.

د چاپېریال او ځنګلونو چارو صوبايي وزیر سید محمد اشتیاق د سېپټېمبر پر لومړۍ مشال رېډیو ته وویل، حکومت غواړي نوی کهول وهڅوي چې زیاتې ونې او بوټي کښېنوي.

ده دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې چې د اګست پر ۳۱مه، د لاهور های کورټ امر وکړ چې په پنجاب کې که څوک نوی کور جوړوي نو لږ تر لږه دوه ونې به هم کښېنوي.

د های کورټ په خبره، که څوک له دې حکمه سرغړونه وکړي نو جرمانه کېدای هم شي.

اشتیاق وايي، په خیبر پښتونخوا کې اوسمهال داسې امر یا قانون نشته خو ژر به په تعلیمي نصاب کې اضافه وکړي چې ځوانان د چاپېریال ساتنې پر موضوعاتو پوه کړي:

"زموږ په راتلونکي نصاب کې به د ماحول (Environment) مضمون شامل وي. بل، موږ هڅه کوو چې کوم ځوانان ۱۰ یا ۱۵ ونې [کښېنوي] او سمه پالنه یې وکړي نو په امتحان کې به ورته ۱۰ نمبرې اضافي ورکول کېږي."

پوهان وايي په پاکستان کې د اب و هوا بدلون اثرات جوت شوي
پوهان وايي په پاکستان کې د اب و هوا بدلون اثرات جوت شوي

صوبايي وزیر البته دا و نه ویل چې کله دا پلان عملي کوي.

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې پکې د پوهانو په خبره، د اب و هوا بدلون اثرات جوت شوي دي.

د دې یو لامل په هېواد کې د ځنګلونو وهل دي.

د چاپېریال چارو پوه او فعال عادل ظریف وايي، حکومت ته په کار ده چې د نویو ونو او بوټو کښېنولو ترڅنګ، د موجودو ونو او ځنګلونو ساتنه وکړي:

"چې پاکستان جوړ شو نو پر ۳۰ فیصده [خاوره] یې ځنګلونه ول. همدومره د هند هم ول. اوس هند خپل ځنګلونه نور سېوا کړي او د پاکستان [د خاروې یوازې] دوه فیصده [یې ځنګلونه] دي. په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیات، یعنې پر ۶۰ فیصده ځمکه ځنګلونه دي. د [شمالي] وزیرستان په شوال کې پر تقریباً ۳۵ فیصده ځمکه ځنګلونه دي. خو اوس [هلته هم] دومره نه دي پاتې، څه یې طالبانو وهلي، څه په پوځي عملیاتو کې ووهل شول [او د قیمتي لرګیو قاچاقوونکي] هم لګیا دي ځنګلونه تباه کوي."

په پېښور پوهنتون کې د چاپېریال مطالعاتو څانګې پخوانی مشر ډاکتر شفیق الرحمان هم له ظریف سره همنظره دی او وايي، د تحریک انصاف په تېره واکمنۍ کې د ونو کښېنولو کیمپېن به د صوبې د ځنګلونو رقبه لا زیاته کړي.

دی وايي، چې څومره زیاتې ونې وي، هومره ګټه رسوي.

د چاپېریال او ځنګلونو د چارو وزیر محمد اشتیاق زیاتوي، د قیمتي لرګي د قاچاقوونکو او ځنګلونو وهونکو ضد یې حکومت اقدامات کړي دي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG