د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي زده کوونکي: حکومت دې د سیټونو زیاتولو ژمنه پوره کړي


پراګ ـ د قبايلي ضلعو يو شمېر زده کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې هغه ژمنه پوره کړي چې د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو پر مهال يې د روغتيا او تعليم په برخه کې د دوی د کوټې (مخصوصو سېټونو) زياتولو په تړاو کړې وه.

د فاټا اصلاحاتو پروخت دا ژمنه شوې وه چې د خېبرپښتونخوا او پاکستان په نورو تعليمي ادارو کې به د قبايلي سيمو د زده کوونکو ځانګړې کوټه دوه چنده کېږي.

د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ضم کېدو څه دپاسه يوکال شوی خو لاهم د سيمې اوسېدونکي شکايت کوي چې د اصلاحاتو عملي کېدو پر مهال ورسره شوې ژمنې نه دې پوره شوي.

په دې کې يوه هم د اصلاحاتو پر مهال د قبايلي سيمو د زده کوونکو په خېبرپښتونخوا او د هېواد په نورو تعليمي ادارو کې د ځانګړي سېټونو د شمېر دوه چنده کولو وعده ده.

د قبايلي سيمو زده کوونکو اوس دغه موضوع راپورته کړې او په دې اړه يې د سېپټمبر پر دويمه نېټه د پېښور پرېس کلب مخې ته د مظاهرې اعلان کړی دی.

د دغو زده کوونکو مشري د شمالي وزيرستان يو ځوان ارشد داوړ کوي چې تازه يې له پېښور انجينرنګ يونيورسټۍ څخه زده کړې سر ته رسولي دي.

نوموړي د سېپټمبر په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې په ۲۰۱۶ م کال د اګست پر ۲۴ مه نېټه د فاټا اصلاحاتو مشر سرتاج عزيز په مشرۍ کې شوې غونډه کې دا وعده شوې وه چې تر انضمام وروسته به د صحت او تعليم په برخه کې د قبايلي سيمو کوټه يا برخه دوه چنده کېږي.

د ده په وينا، اوسمهال د قبايلي ضلعو د ميډيکل د زده کوونکو کوټه ۱۳۶ او د انجينرنګ هغه ۱۰۰ ده چې د ده په خبره د ابادۍ د تناسب په حساب دا کمه ده.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د فاټا په خېبرپښتونخوا د ورګډولو د پروسې د عملي کولو لپاره يوه کمېټۍ جوړه کړې ده.

د زده کوونکو د کوټې د دوچنده کولو د موضوع په اړه مشال راډيو د سېپتټمبر پر لومړۍ ددې کمېټې له غړي سېنېټر هدايت الله سره د تماس هڅه وکړه خو بريالۍ نشوه.

د دې ترڅنګ مو د تعليم په برخه کې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی سلاکار ضیا الله بنګش او د قبايلي ضلعو په چارو کې د وزيراعلی سلاکار اجمل وزير سره هم رابطه وکړه خو کامياب نشو.

البته ارشد داوړ وايي چې د يوې ليدنې پر مهال اجمل وزير ورته ډاډ ورکړی دی چې د دغې ستونزې په حل کولو کار روان دی.

ارشد داوړ وايي، د قبايلي ضلعو د انجينرنګ او مېډيکل سيټونو لپاره امتحانونه شوي دي او د ده په وينا حکومت بايد تر مېرټ لېسټ لګېدو له مخه د دوی د سيټونو د دوه چنده کولو اعلان وکړي.

XS
SM
MD
LG