د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهستان کې ګاډی کندې ته لوېدلی، ۲۴ کسان مړه


پاکستان کې د يوې ټرافيکي پېښې عکس (ارشيف)
پاکستان کې د يوې ټرافيکي پېښې عکس (ارشيف)

کوهستان - د خېبر پښتونخوا په کوهستان ضلع کې د سپرليو يو ګاډی د اوبو کندې (نالۍ) ته لوېدلی چې پکې د څلورو مېرمنو په ګډون ۲۴ کسان مړه شوي دي.

په پېښه کې نهه کسان ژوبل هم دي. تر دې دمه د څلورو کسانو مړي را ايستل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي دا ګاډی د جمعې په مازديګر (د اګست پر ۳۰مه) د بر کوهستان تحصيل په کنديه سيمه کې د يو پُل ماتېدو له کبله لوېدلی.

د کوهستان ضلعې د پوليس کنټرول مرکز يو چارواکي منهاج الدين نن (د اګست په ۳۱مه) مشال راډيو ته وويل چې د مړو شويو کسانو د جسدونو را ايستلو هلې ځلې روانې دي خو د هغه په خبره چې دا لرې پرته سيمه ده نو ځکه له ستونزو سره مخامخېږي.

په پېښه کې د مړو شوو کسانو تعلق له خوا و شاه کليو لکه کچر، کوټلو، برتی، شيشوی او ګاړو سره دی.

XS
SM
MD
LG