د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: د پاکستان وسله وال مو پر ساحلي بندرونو د حملو پلان لري


په کشمیر کې د اییني بدلون ضد مظاهرې هم شوې دي
په کشمیر کې د اییني بدلون ضد مظاهرې هم شوې دي

نوی دلی - په هند کې د دوو ساحلي بندرونو چارواکو ویلي، له پاکستانه یې د کمانډو وسله والو د برید په اړه خبرداری ترلاسه کړی دی.

دې چارواکو، چې نومونه یې نه دي ښوول شوي، د اګست پر ۲۹مه رسنیو ته ویلي چې دا خبر ورته سمندري ساتونکو او استخباراتي چارواکو ورکړی او ورته یې ویلي چې په پاکستان کې روزلي وسله وال د اوبو له لارې د حملې پلان لري.

په عین وخت کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند روېش کمار د اګست پر ۲۹مه، په نوي دلي کې خبریالانو ته نور معلومات ورنکړل خو زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه د ګواښونو مخنیوي ته چمتو دي او له اسلام اباده د ترهګرو د پټنځایونو ختمولو غوښتنه کوي.

پاکستان د هندیو چارواکو د تازه څرګندونو په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اګست پر ۲۹مه، په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د ترهګرو د ملاتړ تور په غبرګون وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزارت له هند سره پر مسلو د خبرو امکان رد کړی.

د دواړو هېوادونو تعلقات د اګست پر پېنځمه د هند تر واک لاندې د کشمیر ځانګړي اییني حیثیت او کورواکۍ تر ختمولو وروسته خورا ترینګلي شوي دي.

پر هغه ورځ هندي حکومت او پارلېمان د اساسي قانون ۳۷۰ او ۳۵ اې مادې لغوه کړې چې ورسره سم، د کشمیر کورواکي ختمه شوه.

پاکستان د دې اقدام غندنه وکړه او له نوي دلي سره یې سفارتي، سوداګریز او کلتوري تعلقات محدود کړل.

اسلام اباد وايي، له سفارتي لارو، د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په وسیله هند تر فشار لاندې راولي چې د کشمیر په اړه له اقدامه په شا شي، خو نوی دلی دا کورنۍ موضوع بولي او وايي، هېچا ته پکې د مداخلې اجازه نه ورکوي.

په کشمیر او په ځانګړي ډول په سرینګر کې د نوي دلي د اقدام ضد مظاهرې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG