د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د سرتېرو ایستلو خبره "له وخته مخکې" ده: جنرال ډنفرډ


جنرال ډنفرډ وايي له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه لا فکر نه کوي
جنرال ډنفرډ وايي له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه لا فکر نه کوي

واشنګټن - د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ویلي، له افغانستانه د سرتېرو ایستلو امکان په اړه خبره له وخته مخکې ده.

جنرال جوزف ډنفرډ د اګست پر ۲۸مه په پېنټاګان کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، اوسمهال "له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه فکر نه کوي بلکې پر دې فکر کوي چې داسې مذاکرات وشي چې افغان ولس ته سوله او ثبات ور په برخه کړي."

دا لومړی ځل دی چې نوموړي د افغانستان د شاوخوا ۱۸ کلنې جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرو په اړه داسې څرګندونه کړې ده.

ډنفرډ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د "ترهګرۍ ضد موخو ته رسېدل باوري کول غواړي" او دا چې د سرتېرو ایستلو په اړه خبره "له وخته مخکې ده" نو ځکه دا لفظ اوسمهال نه کاروي.

ډنفرډ دا خبره پر داسې وخت کړې ده چې په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره د مذاکراتو نهم پړاو ته دوام ورکړی دی او دواړه خواوې پکې د پرمختګ خبر ورکوي.

امریکا وايي، له طالبانو د دې ضمانت تر لاسه کولو په تکل ده چې که له افغانستانه پوځیان وباسي نو د هغه هېواد خاوره به القاعدې یا بلې ترهګرې ډلې ته کارېدو ته نه پرېږدي.

امریکايي سرتېري په لوګر کې د ګزمې په حال کې
امریکايي سرتېري په لوګر کې د ګزمې په حال کې

روان کال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو ویلي ول هڅه کوي چې له طالبانو سره د سېپټېمبر تر لومړۍ نېټې پورې د سولې یوې موافقې ته ورسېږي خو د والسټریټ ژورنال په خبره، د قطر له اوسنیو خبرو نه ښکاري چې دا کار به له نېټې سره سم وشي.

ټاکل شوې چې خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو د روان پړاو تر پای وروسته افغانستان او بیا بیلجییم ته ورشي چې هلته د افغان حکومت او ناټو چارواکي له پرمختګونو خبر کړي.

خلیلزاد، طالبانو او افغان حکومت ویلي چې له امریکا سره موافقې ته تر رسېدو وروسته به طالبان له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي.

طالبان له افغانستانه د ټولو امریکايي او بهرنیو سرتېرو پر وتلو ټینګار کوي او د والسټریټ ژورنال په خبره، طالبانو ویلي چې د دې باور تر ترلاسه کېدو پورې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

دا مهال شاوخوا ۱۴،۰۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې کار کوي چې د افغان پوځیانو د روزنې او ورته د مشورو ورکولو دنده پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG