د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې دوام لري


امریکايي پلاوي او طالب استازو د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره نهه ځله په قطر کې خبرې اترې وکړې (د ارشیف انځور)
امریکايي پلاوي او طالب استازو د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره نهه ځله په قطر کې خبرې اترې وکړې (د ارشیف انځور)

د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرې اترې نن ( چارشنبه) هم په قطر کې روانې دي.

وړاندې له دې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکايي استازو او طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پای ته رسېدلي او د انګلیسي، فارسي او پښتو هوکړه‌ لیکونو د نسخو تطبیق او پرتله کول پیل شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین مشال راډیو ته ويلي چې دغه راپورونه ناسم دي او مذاکرات نن ( اګست ۲۸ مه) هم دوام لري.

وړاندې له دې د طالبانو د ډلې ویاندویانو ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ په نهم بړاو خبرو کې، د هوکړه‌لیک د متن د وروستي کېدو هڅې روانې دي.

له قطره راپورونه وايي چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې د وروستي هوکړه‌لیک ځیني ټکي د مذاکره کوونکو د څېړنې لاندې دي.

تر اوسه د دغه هوکړه‌لیک جزئیات نه‌ دي اعلان شوي، خو ویل شوي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه‌کارېدل، بین‌الافغاني خبرې اترې او اوربند د مذاکراتو له اصلي موضوعاتو څخه دي.

XS
SM
MD
LG