د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان عدالت د اپوزيشن ضد مقدمې اورېدونکي ججان له کاره منع کړي


مريم نواز احتساب عدالت ته د حاضرېدو پر مهال (ارشېف انځور)
مريم نواز احتساب عدالت ته د حاضرېدو پر مهال (ارشېف انځور)

د پاکستان لاهورهايي کورټ هغه ججان له اورېدونو منع کړي دي چې د پاکستان مسلم ليګ نوازډلې مشرشهباز شريف، مرستيالې مشرې مريم نواز، په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر حمزه شهباز او پارلماني استازي رانا ثناءالله پرضد د مقدمې اورېدلې.

د پاکستان د قانون او انصاف وزارت د اګست پر ۲۶ مه لاهور های کورټ رجسټرار ته ليږلي خط کې ويلي چې د احتساب عدالت اول او پنځم ججان مشتاق الهي او محمد نعيم ارشد ترڅنګ د نشيي توکو مخنيوي عدالت جج مسعود ارشد دې له کارکولو ودرول شي.

د ججانو بغير وجې ښودل له کاره منع کول د قانون ضد عمل دی او دا د عدالتونو خپلواکي ترپوښتنې لاندې راولي.
شاه خاور

له دې وروسته د هايي کورټ رجسټرار د يوه حکم له لارې درې واړه ججان د مقدمو له اورېدنو منع کړل.

د احتساب عدالت جج محمد نعيم ارشد د شهباز شريف پرضد د رمضان شوګرمل، د مريم نواز پرضد د چودري شوګر مل او حمزه شهباز پر ضد په ناقانونه ډول د پيسو ليږدولو او رمضان شوګر مل کېسونو اوريدنې کولې.

ددې تر څنګ د نشيي توکو مخنيوي عدالت جج مسعود ارشد د رانا ثناءالله څخه په مبينه توګه د منشياتو د برامدګۍ د مقدمې اورېدنه کوله.

مشال راډيو چې کله د اګست پر ۲۸ مه نېټه د قانوني چارو پوه شاه خاور د ججانو منع کولو په اړه وويل چې د نېب په قانون کې ويل شوي چې د يو جج ټاکنه د دريو کلونو لپاره کيږي او که چېرته هغه تر ټاکل مودې وړاندې د جج خدمات بېرته های کورټ ته سپاري نو پکار ده چې ددې وجه وښيي.

که يو جج د مقدمې د اورېدنې په دوران کې بدل کړل شي نو له د عدالت پر کاروايي منفي اغېز پرېوزي.
هارون رشيد

نوموړي د ججانو بغير وجې ښودل له کاره منع کول د قانون ضد عمل دی او دا د عدالتونو خپلواکي ترپوښتنې لاندې راولي.

په اسلام اباد کې مېشت خبريال هارون رشيد بيا مشال راډیو ته وويل چې که يو جج د مقدمې د اورېدنې په دوران کې بدل کړل شي نو د عدالت پر کاروايي منفي اغېز پرېوزي.

د پاکستان حکومت په رسمی توګه نه وي ويلي چې دغه ججان يې ولې له اورېدنو منع کړي دي.

XS
SM
MD
LG