د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اکبر ایازي ژوند ته کتنه


په ۲۰۱۴م کې اکبرایازي په پراګ کې د ازادې اروپا راډیو د مرکزي دروازې مخې ته

پراګ ـ د افغانستان نوميالی ژورنالېسټ اکبر ايازي د ورپېښې ناروغۍ له امله د اګست پر ۲۵مه د امريکا په ورجينيا ايالت کې ومړ. نوموړي په ځوانۍ کې د افغانستان له ملي راډيو سره کار پيل کړی وو، هغه اصلاً د کندهار وو خو په ځوانۍ کې امريکا ته کډه او بیا له امريکا غږ راډيو سره خبريال شو.

ايازي د پښتو ژورنالېزم په برخه کې له نوم جوړولو وروسته يوه اوږده موده د چېک جمهوريت په پلازمينه پراګ کې د ازادې اروپا راډيو تر چتر لاندې د افغانستان لپاره د ازادي راډيو د مشر په توګه دنده ترسره کړه.

هم د نوموړي په هڅو ياده اداره وتوانېده چې د ۲۰۱۰ز کال په جنورۍ کې د پاکستان د قبايلي سيمو د پښتنو لپاره په پښتو ژبه د مشال راډيو په نوم يوه نوې راډيو جوړه کړي.

د ايازي صاحب رول پر هر قدم ډېر کليدي وو. هغه له پراګه هله واشنګټن ته ولاړ چې مشال يې پر خپلو پښو ودراوه
محمد امین مدقق: د مشال رېډیو مشر

د مشال راډيو مشر محمد امين مدقق وايي، اکبر ايازي د دې راډيو په جوړولو کې ډېر زحمتونه وګالل.

"ايازي صاحب له دې سره سره چې د ژورنالېزم په بېلا بېلو برخو کې يې ډېر خدمات ول، د مشال راډيو په جوړولو کې يې هم بنسټيز رول درلود. د راډيو د سېګنالونو پرځای کولو او د ټرانسميټر د صحيح موقيعت معلومولو لپاره يې تقريباً درې مياشتې کار وکړ. وروسته يې د راډيو لپاره د خبريالانو په نيولو کې هم ډېرې ستړې وکړې. د راډيو لپاره له لوګو جوړولو او د لومړيو دوو ساعتونو خپرونو له پيله تر هغې چې راډيو هره ورځ نهه ساعته خپرونې پيل کړې، د ايازي صاحب رول پر هر قدم ډېر کليدي وو. هغه له پراګه هله واشنګټن ته ولاړ چې مشال يې پر خپلو پښو ودراوه."

محمد امين مدقق زياتوي، د ازادي او مشال راډيوګانو د مشر په توګه اکبر ايازي تل د خپلو خبريالانو پر ښه مسلکيتوب ټينګار کاوه او د دغې کار لپاره يې هغوی ته فرصتونه هم برابرول.

ایازي صېب هڅه کوله چې د افغانستان خلک هم د ژورنالېزم له نويو اصولو او طريقو سره اشنا کړي
هاشم مومند: د ازادۍ راډیو پخوانی مشر

په ازادې اروپا راډيو کې د اکبر ايازي د ډېرې مودې همکار او د ازادي راډيو پخوانی مشر هاشم مومند وايي، ايازي په افغانستان او سيمه کې د ماډرن ژورنالېزم له معارفي کوونکو څخه وو.


"اکبر ايازي يو پياوړی ژورنالېسټ وو او تقريباً ۳۵ کاله يا تر هغه هم ډېره موده يې د خبريالۍ په ډګر کې خدمت وکړ. هغه د امريکا غږ راډيو د پښتو خپرونو يو تکړه نطاق وو او په هغه اداره کې د ماډرن ژورنالېزم له بنياد ايښودونکو څخه وو. د ازادۍ راډيو د همکار او مشر په توګه د خپلو دندو په کلونو کې يې بيا هڅه وکړه چې د افغانستان خلک هم د ژورنالېزم له نويو اصولو او طريقو سره اشنا کړي."


هاشم مومند خپل ملګری اکبر ايازي د يوه خوږ او مهربان شخصيت په توګه يادوي.

"اکبر ايازي پر وطن او ولس مين سړی وو. هغه د ډېر عزت او لوړ شخصيت مالک وو. هغه يو مهربانه کس وو او د خپلو همکارانو په منځ کې يې ډېر دوستان لرل. ياد به يې تلپاتې وي او تشه به يې په اسانه ډکه نه شي."

اکبر ايازي د خپل کار په وروستۍ موده کې د امريکا غږ په خپرونو کې د يو شمېر نوښتونه معارفي کولو ترڅنګ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د سخت دريځه کړنو د څار لپاره د يوې ځانګړې څانګې (ايکسټريمېزم واچ ډېسک) مشري هم کوله.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG