د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سختو قوانینو باوجود ناموسي وژنې ولې کیږي؟


فایل فوټو: پر ښځو د تشدد ضد په کراچۍ کې د یو احتجاج عکس

پراګ ـ د بونېر پولیسو د هغې جینۍ د پلار او روڼو د نیولو هڅې پیل کړي چې د خپلې خوښې د واده په سر د هلک تر څنګ وژل شوې ده.

د بونیر ګاګرې د تاڼې یو پولیس چارواکي لیاقت خان د اګست په ۲۵ مه مشال رېډیو ته وویل وژل شوې جینۍ نغمه نومیده، ۱۶ کلنه وه او د هلک نوم سلیم خان و چې عمر یې نزدې شل کاله و.

لیاقت خان وايی د دواړو مړي د اګست په ۲۴ مه موندل شوي، او د لومړنیو معلوماتو تر مخه یې د جینۍ د پلار او وړونو پر ضد مقدمه لیکلې ده.

"موږ ته اطلاع راغله چې په شلبانډۍ کې چا یو هلک او جینۍ پانسي کړي. چې پولیس ورغلل نو هلته یې په یوه کوټه کې دغه دواړه ولېدل چې زندۍ شوي وو. هلک او جینۍ څو ورځې وړاندې د واده په غرض له کوره وتلي وو. کېس مو لیکلې خو ملزمان لا نه دي نیول شوي"

دا لومړنۍ پېښه نه ده، له دې وړاندې هم د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې ناموسي وژنې شوي دي. د دا ډول وژنو د مخنیوي او په دې لړ کې د اګاهۍ لپاره کارکونکې ادارې ((دي اوېکننګ)) یو مشر شمشیر علي وایي، د سږني کال په لومړنیو اته میاشتو کې د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې د ناموسي وژنو نزدې ۶۰ پېښې شوي دي.

یوې عاقلې او بالغې ښځې ته اسلام او ائین د خپلې خوښې د واده حق ورکړی خو خلک یې نه مني چې له وجې یې ښځې د تشدد ښکار کیږي.

"که د سږني کال شمېره د تېرو دوو کلنو سره له دومره مودې سره پرتله شي نو اوسنۍ شمېره ترې کمه ده. سږکال په دې اتو میاشتو کې په سوات کې له ۲۰ تر ۲۵ د غیرت په نو وژنې شوي دي."

د بشري حقونو لپاره کارکونکې ډلې وایي، په ټولنه کې د قانون په اړه د اګاهۍ کمی د ناموسي وژنو ستر لامل دی.

د ښځو د حقونو مبارزه نیلم رحیم وایي، په ناموسي وژنو کې ککړ اکثر خلک د کلتور او رواج په نوم دغسې کړنی کوي.

" یوې عاقلې او بالغې ښځې ته اسلام او ائین د خپلې خوښې د واده حق ورکړی خو خلک یې نه مني چې له وجې یې ښځې د تشدد ښکار کیږي.))

نیلم رحیم زیاتوي، د غیرت په نوم وژنو (ناموسي وژنو) او د ښځو پر ضد تشدد مخنیوي لپاره قوانین که په سمه توګه عملي شي نو دا ډول وژنو لړۍ ختمیدلی شي.

بلخوا د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس آصف سعید کوسه د جولايي ۲۷ مه په لاهور کې اعلان کړې چې د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي لپاره ځانګړي عدالتونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG